دآریانا او آریانا نیوز ویاند؛ فردین امیني،  نن سهار شاوخوا  10 بجې دمیرغلام په ښارګوټي کې په ۱۷مه ناحیه کی پرغاړه باندی ټپی او بیا په روغتون کی مړ شو.

د امنیتی ادارو لخوا خبریالانو ته لیږل شوې ویډیو ټیپ ښیې چې ښاغلي امیني په غاړه کې سخت ټپي شوی، او په ډیره سختی سره نفس باسی او د خبرو کولو توان نلري.

دامنیت شورا، د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قوماندانی رسنیو ته په یوه خپور شوی اعلامیه کی ویلی دی  او ادعا یې کړې چې ښاغلي امیني د ځان وژنې په نیت ځان وژنه کړې او بیا په روغتون کې ساه ورکړه. په پیغام کې ویل شوي: «نن د سهار شاوخوا لس بجې، فردین د عبدالطیف زوی ، د پروان ولایت اصلي اوسیدونکی، اوس مهال دقصبی  دعربانو دبلاکونو   دمنشی میرغلام په ښارګوټی کی خپل کرولا ډوله  ۲۰۰۹ موټر چی او نمبرپلیت ۲۱۲۱۹_۳ ش کابل دی تللی و.

اودهغه سیمې د خلکو پر وینا ، هغه په ​​تلیفون خبرې کولې او پخپله ښکته شو، د غره په لور وځغستل او خپله غاړه یې په تیره ډبره پری کړه، چې شواهد موجود دی. د ښارګوټی ساتونکی متوجه کیږی او هڅه کوي چی د هغه د ځان وژنې مخه ونیسي

نی مخ ته راغلی پیښه ډیره مرموزه او پیچلی بولی او دمتخصیصنو پر وینا هیڅ انسان ددی وړتیا نلری چی په ډبره باندی خپل ستونی تر هغه اندازی ټپی کړی چی چی دهغه دمړینی سبب شی

موږ پدې قضیه کې د جدي څیړنې غوښتنه کوو او موږ د کورنیو چارو وزارت او نورو اړونده ارګانونو څخه غوښتنه کوو ترڅو د پیښې په اړه خپل نظر ورنکړی ترڅو د تحقیق پایلې روښانه نه شي. موږ باور لرو چې دا ډول څرګندونې کولی شي د قضیی پایلی  نورو لارو ته سوق کړی .

نی، د افغانستان د آزادو رسنیو ټولنې ملاتړ کونکی ، د ژورنالستانو او رسنیو لپاره اوسني وضعیت په اړه  ژوره اندیښنه لري. په تیرو څو ورځو کې،  خبریالان په مبهم او پیچلي ډول وژل شوي ،خو ددې قضیو پایلی یوه هم  روښانه نه ده او نه هم  د افغانستان خلکو سره شریکه شوې.

د افغانستان حکومت، په ځانګړي توګه امنیتي ادارې او د کورنیو چارو وزارت چې د ښاریانو د امنیت د تامین په موخه  مسؤل دي، که دوی د خبریالانو د امنیت د تامین لپاره جدي اقدام ونه کړي موږ به دا حکومت مسوولیت وګڼو او په راتلونکي کې د ټولو پیښو مسؤل به خپله حکومت وګڼو.

.