د ملګرو ملتونو دسازمان د عممومی مجمع غړو د ۲۰۱۳ کال د نوامبر پر ۲۶ نیټه دیو پریکړه لیک په ترځ کی د خبریالانو پر وړاندی د تاوتریخوالی د زیاتوالی له امله غبرګون وښود . پدی پریکړه لیک کی غړی دولتونه په دی ملزم شوی دی چی د خبریالانو دځان د ساتنی په اړه لازم تدابیر ونیسی .همدارنکه پدی پریکړه لیک کی ۲ نوامبر (د خبریالانو پر وړاندی د مجازاتو څخه د خلاصون یا معافیت سره د مبارزی ) ورځ اعلان شوی ده.
دا پریکړه لیک غړی هیوادونه دی ته اړ باسی چی دخبریالانو پر وړاندی په جرمی قضایاو کی چوپتیا غوره نه کړی او د برابری پر اصولو استوار هر څوک د ددولتی چارواکو په شمول هر وخت چی دخبریالانو پر وړاندی زورزیاتی کوی د قانونی څارنی لاندی نیول کیږی او ددی پریکره لیک په صادرولو سره د معافیت یا خلاصون دود له منځه ځی او جړلی یی وزی . دا پریکړه لیک په داسی وخت کی صادریږی چی د تاوتریخوالی شمیره د خبریالانو پر وړاندی مخ پر زیاتیدو دی او ایجابوی چی دافغانستان دولت دملی او بین المللی مسوولیت په حیث د خبریالانو او رسنیو د امنیت دتامین په برخه کی لازمی کړنی تر سره کړی.
په تیره یوه لسیزه کی د (نی ) دفتر کی ثبت شوی امار او قضیی ښیی چی د خبریالانو پر وړاندی تاوتریخوالی زیاتوالی موندلی دی ، خو د یو زیات شمیر خبریالانو دوسیی لا تر اوسه همداسی پرته له کوم څیړنی پاتی دی دولت او په ځانګړی توګه د اطلاعاتواو کلتور وزارت او عدلی او قضایی څانګو ونه شوای کړای او یا یی ونه غوښتل چی دی دوسیو ته رسیدنه وکړی . دیاد ولو وړ ده چی پرته د قتل یا وژنو په قضیو کی په نورو تاوتریخوالی کی ددولتی چارواکو فیصدی د تاوتریخوالی په تر سره کولو کی ډیر زیات دی باید وویل شی چی خبریالان یوازی په امن او مصوونو ځایونو کی کولای شی چی دخبریالی کار ته ادامه ورکړی د امنیت نه شتون ددی سبب شوی دی چی ونشی کړای چی د بیان د خپلواکی څخه سمه او درسته ګټه واخلی.
دا اداره (نی ) پدی باور ده چی ددی پریکړه لیک د ګټو څخه دقیق رعایت او څارنه په موخه ایجابوی چی د رسنیو حامیانو او دملګرو ملتونو یوه ډله جوړ شی تر څو دولت دی ته اړباسی چی د امنیت دتامین په موخه دخبریالانو لپاره یو مناسب پلان جوړ کړی .