دمینی منگل کورنۍ دنی دازادو رسنیو دملاتړ اداری په راتګ سره ادعا کوی چی دمینی منګل د وژل کیدو وروسته هره ورځ د ناپیژاندو کساو له خوا ګواښل کیږی. د مینی منگل پلار دیوه رسمی لیک لیږدولو سره دنی درسنیو دڅار دفتر ته لیکلی دی : «د مینه منگل وژونکي پدی هڅه کی دی چی زموږ دکورنی یو غړی برهمته کړی ترڅو موږ ابرا ورکولو ته اړ باسی.»
دمینه منگل کورني ادعا کوی چی دلور د وژنی لس ورځی وروسته ، د هغوی پرکور برید کړی او هغوی دکوراو دسیمی پریښودلو ته اړایستلی دی . او اوس یی هم کورنې د جدی ګواښونوسره مخ ده .
دنی دفتر د حکومت څخه غواړی چی ددی کورنی ادعاوی وڅیړی او امنیت یی تأمین کړی. دنی ددفتر رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی : « داسی چی دمیرمن منگل کورنی ادعا کوی چی ورته ګواښ شوی دی، دکورنیو چارو وزارت پولیس باید اطمینان ورکړی چی دهغوی امنیت به تأمین کړی؛ د هغه پرته به هر ډول، کوم ضرر چی دمیرمن منګل کورنی ته ورسیږی، د هغه مسوولیت به د دولت په غاړه وی.»
ناپیژانده وسله والو کسانو ، میرمن منگل دولسی جرګی دکلتوری چارو دکمیسیون صلاح کاره دشنبی په سهار دغویی دمیاشتی پر ۲۱ د کابل ښار په اتمه ناحیه کی ور باندی ډزی وشوی . مینه منگل مخکی لدی چی د ولسی جرګی د کلتوری چارو دکمیسیون صلاحکاره شی، دشمشاد ، اریانا او لمرپه تلویزونونوپه مختلفو پروګرامونو کی کار کړی و.
د نی دفترمخکی لدی هم امنیتی، عدلی او قضایی څانګو څخه غوښتی و ترڅودخپل څیړنو وروسته دا پوښتنو ته ځواب ووایی چی ایا د مینی منګل دا دوسیه د رسنیز کار سره اړه لری که نه .