د ۷ تنو په شاوخوا کی د رسنیو خبریالان او انځور اخستونکی، کله یی چی غوښتل د یوی ترورستی حملی څخه چی نن سهار د جلال آباد په ښار کی را منځ ته شوی وه، رپوټ جوړ کړی؛ د ننګرهار ولایت د امنیتی چارواکو له لوری وهل شوی او سپکاوی ورته شوی، او د دوی ژورنالیستیک وسایل یی ورڅخه اخستی.
د هغه ترورستی پیښی له عمله چی نن سهار د یکشنبی په ورځ د ننګرهار د ملی امینت د ریاست مخی ته را منځ ته شوه، خبریالانو او انځور اخستونکیو کوښښ وکړ چی د پیښی ځای ته ځان ورسوی، خو د امنیتی چارواکو د سخت غبرګون سره مخامخ شول.
خبریالانو چی د جلال آباد له ښار څخه یی د رسنیو له څار سره اړیکه نیولی وه ادعا کوی چی امنیتی چارواکو دوی ته ښکنځلی کړی او ۷ تنه یی سخت وهلی او ډبولی دی.
زیار خان یاد د ژوندون تلویزیون خبریال د جلال آباد په ښار څخه وایی همدانن سهار چی غښتل می له نموړی تروریسی پیښی څخه خبر او انځور واخلم نو د ۱۵ دقیقو په شاوخوا کی د امنیتی چارواکو له لوری ووهل شول.
د رسنیو څار د خبریالانو وهل او ټکول په سختو الفاظو غندی ، له تصمیم نیوونکی مسوولینو غواړی چی دا ډول غیر قانونی او غیر انسانی کړنی چی لمړی ځل یی ندی چی د امنیتی چارواکو له لوری د خبریالانو په مقابل کی پیښیژی له منځه یوسی اودغه خطاکاران باید و پیژنی او جزا ورکړی.
مخکی له دی په یوه ورته ترورستی پیښه کی چی تیره میاشت په کابل کی پیښه شوی وه، خبریالان د امنیتی چارواکو د تاوتریخوالی له امله و ډبول شول. په هغه وخت کی هم د کابل امنیه قمندان وعده وکړه چی د پیښی عاملین به پیدا او جزا به ورکړی، خو تر اوسه هم په دی هکله کومه کړنه نده تر سره شوی. مونږ یو ځل بیا د افغانستان له امنیتی مسوولینو څخه غواړو تر څو د امنیتی چارواکو غیر انسانی برخورد د ښاریانو په ځانګړی ډول د خبریالانو په مقابل کی یی مخه ونیسی.دا ډول غیر انسانی او غیر قانونی کړه نه یوازی د خلکو او دولت تر منځ د لری والی لامل ګر ځی او تروریستان له دی فاصلی څخه په ګټه اخستنی د دولت په ضعیفه لو کی به لا ډیر کوښښ وکړی.
د افغانستان امنیتی چارواکی باید په دی و پوهیژی لکه څنګه چی د امنیت راوستل د دوی له دندو څخه حسابیژی، معلومات ورکول، د رپوټ برابرول او خبر ورکول د خبریالانو او رسنیو له دندو څخه شمیرل کیژی، چی د قانون پر بنسټ هیڅ یوه ډله نشی کولای چی د رسنیو او خبریالانو مخه ونیسی.