په کابل کی ځان وژونکی برید چی د کابل ښاریانو او د یوخبریال دمړینی سبب شو په کلکه غندو. دنوا رادیو او سبا تلویزون خبریال ، ۲۰ کلن ځوان احمد شاهد، نن سهار د کابل ښار له کارتۀ نو څخه ددفتر په لوری روان و دیوشمیر نورو ښاریانو سره په یوه ځانمرګی برید په شهادت ورسید.
احمد شاهد په دی ورورستیو کی د نوا په رادیو کی د ویاند او د ادبی خپرونو د جوړونکی په صفت په کار پیل کړی چی ، ترهګرو د هغه هیلی او آرزو ګانی دخاوری سره برابری کړلی. کورنی ، دوستان او همکاران یی دده په مرګ ویرجن کړل.
شهید احمد شاهد، د نوا په رادیو کی د ادبی خپرونو د جوړولو تر څنګ ، د کابل پوهنتون د ادبیاتو د څانګی محصل هم و.
په دی دوو وروستیو ورځو کی د خبریالانو د شهادت دا دوهم مورد دی چی په افغانستان کی پیښیږی، د پنج شنبی په شپه ، نور احمد نوری د هلمند ولایت د لښکر ګاه ښار د بست دسیمیزی رادیو خبریال په مرموز ډول سره په شهادت ورسید.
نی په افغانستان کی دآزدو رسنیو ملاتړکوونکی اداره دا ډول بریدونه په هیواد کی غندی او دمرحوم شاهد کورنی ، دوستانو او همکارانو ته د ډاډ ګیرنی د پیغام په لیږلو سره دافغانستان د حکومت څخه غواړی چی د وګړو او خبریالانو د امنیت ساتنی په موخه مناسب کړنی تر سره کړی .
موږ پدی باور یو چی ترهګر د بی ګناه انسانانو د وژنی په موخه هیڅ مرز نه پیژنی ، نو ځکه د افغانستان ددولت څخه غواړو چی ددی بدمرغیو د منځه وړلو په خاطر دی دخپل ټول امکاناتو څخه استفاده وکړی ، ترڅو ددی خاوری ښاریان په عام ډول، او خبریالان په خاص ډول وکولای شی خپل چارو ته دوام ورکړی.