د کابل نیوز دتلویزون یو کمره مین او د پروګرام جوړونکی (پرودیوسر) دسلواغه پر ۱۷ نیټه هغه وخت د ولسمشری ته نوماند سلطانزوی له خوا ورته سپکاوی او ګواښ وشوچی دوی غوښتل د هغه په کورکی دنومړی د اهدافو او هم دکاری پروګرامونو په اړه ورسره مرکه وکړی.
د کابل نیوز د خبریالانو دشکایت لیک پر اساس چی نی دفتر ته کړی ده وایی چی ښاغلی سلطانزوی ددی پوښتنی پر وړاندی چی ” ایا د هغه کورنی د هیواد څخه بهر ژوند کوی ؟” ددی پوښتنی په اوریدو سره ډیر په قهر شو او خپل ساتونکی یی را وغوښتل او مرکه کوونکی یی سره د هغه کمره مین ددری ساعتونو لپاره وساتل او هغوی ته یی اجازه نه ورکول چی دهغه دکوره ووزی.
همدارنګه ښاغلی سلطانزوی، د خبریالی د ټولو اصولو او مقرراتو پرخلاف، د زور او ګواښ په ذریعه د مرکی ثبت شوی کسټ یی پاک کړی.
د سلطانزوی دا اقدام د افغانستان داسلامی جمهوریت د انتخاباتو دقانون د ۶۸مادی د۳ فقری او د ۱۷،۱۸او ۲۱ بندونو سره مغایرت لری.
دانتخاباتو دقانون د نوموړی مادی په بندونو کی راغلی دی چی دخبریالانو پر وړاندی د فشار اعمالول، پر معلوماتو باندی د لاسرسی څخه مخنیوی او دغیر قانونی او غیر اصولی محدودیتونو جوړول چی د ټاکنو څخه رپوټ جوړوی او همدارنګه ګواښ، ویره ول او هغوی بی عزتی کول ، تشدد او دزور او فشار راوستل پر رسنۍ باندی مجاز ندی.
په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکی نی داداری مشر عبدالمجیب خلوتګر وایی: یو د” دبیان خپلواکی له عناصرو څخه خبری کول وروسته له غور او فکر څخه دی”کله چی څوک غواړی چی کومه مرکه تر سره کړی،باید پوه شی چی وروسته له هغه چی ولیکل شی او ثبت شی نورنو د مرکی کړل شوی د صلاحیت څخه خلاص دی او داسی نشی کیدای چی هغه بیرته را وګرځوی او یا دهغه د خپرولو خنډ شی که چیری داسی کار وشی هغه ته سانسور ویل کیږی چی د رسنیو دقانون خلاف کار دی”