اطلاعاتو ته دلاسرسی قانون د افغانستان داسلامی جمهوریت د وزیرانو دشورای په مجلس کی دتایید وړ ګرځیدلی او دری کسیزه هیات ( دعدلیی وزیر، د ملی امنیت صلاح کار او دریاست جمهوری ددفتر ریس) ته دنده ورکول شوی ده تر څو دی قانون ته ددی مجلس مطابق یو ځل بیا کتنه ورته وشی هغه تصیح او خپل وروستی پړاو ته ورسیږی.
ویل کیږی چی اطلاعاتو ته دلاسرسی قانون د اصول له مخی د وزیرانو دشورای د منلو وړ ګرځیدلی دی ، خو ددی قانون سپارل د دوهم ځلی لپاره دری کسیزه هیات ته ددی څرګندوی دی چی دافغانستان حکومت لا تر اوسه هم هڅه کوی ترڅو ځینی موارد په دی قانون کی ځای پر ځای کړی او دهغه ځینی برخی د هغه څخه حذف کړی.
عبدالمجیب خلوتګرد افغانستان د نی دفتر دخپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکی موسسی مشر وایی: ” اطلاعاتو ته لاسرسی دقانون د ارزونی په کمیټه کی د عدلیی وزیر ترڅنګ د ریاست جمهوری دریس او دملی امنیت دلوی صلاح کار شتون دا اندیښنی را پارولی دی چی نوموړی قانون به یو ځل بیا په ارګ کی د فردی سلیقو قربانی شی”
نی، دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړکوونکی اداره، اطلاعاتو ته دلاسرسی د قانون تصویب کول د وزیرانو دشورای له خوا یو مهم ګام بولی ، تاکید کوی چی د وزیرانو د شورای ټاکل شوی هیات به دافغانستان د اساسی قانون، د ټولنیزو رسنیو او د وګړو د حقونو ، اطلاعاتو ته دلاسرسی قانون د ارزونی لاندی نیسی او پرته له دی چی وخت ضایع شی هغه باید دتوشیح په موخه ریس جمهور ته ولیږدول شی.
موږ همدارنګه دتوظیف شوی هیات څخه غواړو چی ترڅو ددی قانون متن د خبریالی او د ازادی دبیان د مدافع یا ملاتړکوونکو بنسټونو سره شریګ کړی او مخکی لدی چی د پارلمان ژمنی رخصتی پای ته ورسیږی و نوموړی قانون د تقنینی فرمان په توګه د ولسمشر له خوا توشیح شی .