نی په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکې اداره په رسنیو کې د خبریالانو کورنۍ غړو،د ښه کار او فعالیت هڅونې په موخه د سالمې سیالۍ رامنځ ته کیدو له لارې د (نی جایزه) د مطبوعاتو نړیوالې ورځې د نمانځې په مناسبت غوره خبریال ته ورکوی.
دغه اداره په پام کې لری چې د می په ۳ نیټه، د یو خپلواک او شفاف بهیر له لارې د بې طرفه، مسلکی، تجربه لرونکی داورانو(پریکړه کوونکو) لخوا غوره څیړنیز راپور لیکونکی، خبری راپور لیکونکی، کمره کاروونکی، د خپرونو چلوونکی، چمتوکوونکی، د خبر د ویاند، خبری انځور اخیستونکی، ویبلاک لیکونکی او د کال فیچر لیکونکی معلوم او په یاده ورځ کې ورته نوموړې جایزه ورکړی.
ستاسې له محترمې ادارې څخه هیله کیږی چې خپل یو خبریال په یادو شویو برخو کې د خپلې یوې کاری بیلګې سره د اپریل میاشتې تر ۲۵ نیټې پورې نی ادارې ته په رسمی ډول راوپیژنئ.
همدارنګه له هغو خبریالانو څخه چې خپلواکه خبریالی کوی هیله کیږی چې خپلې کاری بیلکې تر ټاکلې نیټې پورې راولیږی.
نوټ : د ولایتونو خبریالان کولای شی د نی دفتر سیمه ییزو دفترونو ته په جلال اباد، مزارشریف، کندهار او هرات ولایتونو کې مراجعه وکړی.