یو ناپیژندل شوی ډلی ، د سه‌شنبی دکب پر ۲۹ غرمی مهال دهب تلویزون او رادیو شیبه پر ودانی  باندی برید  کړی او ددی رسنۍ دوه تنه ساتونکی ټپیان شوی دی .

هغه  انځورونه چی دساتونکو په کمره کی ثبت شوی دی داسی ښیی چی، چی وسله والو کسانو دیو هایلکس ډوله موټر څخه راکښته کیږی لومړی د تلویزون دساتونکو سره لاس او ګریوان کیږی  او ورسته بیا هڅه کوی دتلویزون ودانی ته ورننوزی ، خو پدی کار نه بریالی کیږی .

د نی دفتر دهب دتلویزون پر ودانی برید داندیښنی وړ بولی او دافغانستان دکورنی چارو وزارت څخه غواړی چی پدی هکله خپل څارنی تر سره کړی چی ددی څارنو پایلی او جزئیات دنی  دفتر او رسنیو سره  شریکی کړی .

موږ همدارنګه د پولیس څخه غواړو ترڅو دهیواد درسنیو سره ژمنه وکړی چی وروسته لدی به اجازه ورنکړی چی وسله وال کسان داسی پر رسنیو برید وکړی او دهغوی کار مختل کړی .

مخکی لدی هم یوی وسله والی ډلی پردی دفتر باندی برید کړی و او د هب تلویزون او شیبه رادیو ساتونکی کی یی  خلع سلاح کړی و چی دادی یو ځل بیا داکار تکرار شو چی ددی ډول پیښو تکراردنی دفتر لپاره ډیره سخته داندیښنی وړ ده .

د نی دفتر د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره دملی یووالی حکومت څخه غواړی چی درسنیزو دفترونو دامنیت دتامین په موخه عملی ګامونه پورته کړی او دهغه پیشو دتکرار څخه مخنیوی وکړی ..