دهلمند ملی رادیو تلویزیون تیره شپه (دوشنبه دغبرګولی ۱۴) د ناشناخته وسله والو کسانو له لوری تر برید لاندی راغی او یو ساتونکی یی ټپی کړ .
دهلمند دملی رادیو تلویزون پخوانۍ خبریال جواد داوری چی دپیښی شاهد و، درسنیو دڅار دفتر ته یی وویل ؛ تیره شپه اته بجی (دوشنبه ۱۴دغبرګولی ) کله چی هغه د دفتر څخه دکور په لوری روان و. یو موټر سایکل پر سپور درادیو تلویزون د دراوزی ساتونکی په زو سره ټپی کړ او دسیمی څخه وتیښت.
یو سیمیز مسوول د هلمند په ولایت کی دنی دفتر ته وویل ؛ امنیتی ارګانونه ددی پیښی دپلټنی په حال کی دی. دهلمند دوالی ویاند عمر زواک دنی درسنی څار دفتر ته وویل : ” د ارزونی ټیمونه مو دپیښی سیمی ته ولیږل ، او لاتر اوسه معلومه نه ده چی دا پیښه څنګه تر سره شوی ده.”
دنی دفتر ددی تر څنګ چی دامنیت او کشفی ارګانونو له لوری ددی بیښی د څیړلو څخه هر کلی کوی ، دسیمیز حکومت څخه غواړی چی دا پیښه په جدی توګه وڅیړی او دخپل څیړونو پایلی دخلکو سره شریک کړی .
دنی دفتر رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی:” پررسنیو او خبریالانو باندی برید په تیره بیا دهلمند په نارامه سیمه کی دخبریالانو اندیښنو ته زیاتوالی وربخښلی دی ، دهلمند سیمیز حکومت مکلف دی دقانون پراساس رسنیو او دخبریالانودمصوون فعالیت په موخه زمینه برابر ه کړی، ترڅو خبریالان په ارام فضای کی معلومات رسونه وکړی.”