پرتونادری چی د هیواده په کچه یو پیژندل شوی لیکوال او شاعر دی، څه موده مخکی د افغانستان د لویی څارنوالی لخوا غوښتل شوی وو چی اوس یی دوسیه بیرته د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته را ګرځیده لی ده. 
پرتونادری چی د سلواغی په لمړنیو ورځو کی د ترانسپورت وزیر داوود علی نجفی د شکایت پر بنسټ د لویی څارنوالی لخوا غوښتل شوی وو، چی نموړی د غیر قانونی غوښتنی پر بنسټ دغی اداری ته حاضر نشو.
ښاغلی نادری د روان کال د زمری په میاشت کی د ماندګار په ورځ پاڼه کی د لاندی عنوان ( د افغانستان راتلونکی وولس مشر به څوک وټاکل شی ) لیکنه کړی وه . هغه په خپله لیکنه کی د داوود علی نجفی نه داسی نقل کړی وو چی ویلی وو: ما داوود علی نجفی کرزی دافغانستان ولسمشر کړ.
د دغی مقالی له خپریدو وروسته محترم نجفی نموړی مقاله د ځان لپاره توهین فکر وکړ او د نموړی په هکله یی لویی څارنوالی ته شکایت وکړ. دافغانستان لویی څارنوالی د محترم نجفی د شکایت مطابق د محترم پرتونادری په هکله دوسیه جوړه او هغه یی د قانونی لاری پر بنسټ وغوښت چی د مدنی ټولنو او د خبریالانو د ټولنو د سخت غبرګون سره مخامخ شو.
اوس د محترم نادری صاحب دوسیه د رسنیو د تخطی کمسیون ته بیرته راولیژل شوه تر څو هغه شکایتونه چی د نادری صاحب په هکله شوی وو تر څیړی او غور لاندی ونیسی.
د نی اداره له دغه نیک اقدام څخه استقبال کوی او له نوموړی کمسیون څخه هیله کوی تر څو دغه دوسیه په پوره غور و څیړی او د افغانستان د رسنیو د ټولیز قانون د ۴۳ مادی پر بنسټ هرکله چی یو خبریال د کومی رسنیزی تخطی او جرم مرتکب کیژی د ټولیزو رسنیو د کمسیون له لوری باید و څیړل شی چی وروسته له څیړنی یی عدلی اورګانونو ته استوی . ولو چی ویل کیژی چی اوس یو بل کمسیون دا مهم امر مخته بیایی.