د لمړی ځل لپاره په افغانستان کی هغه خبریالان تقدیر کیژی چی د ښځو د حقونو او هغوی ته د ورته نورو موضوعاتو په هکله کار کوی . نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداری په افغانستان کی د انترنیوز موسسی په مفکوره د یوی لویی پروژی په ترڅ کی په لاره اچولی ده.
د ۲۰۱۲ زیژدیز کال د سپتمبر میاشتی په ۲۷ نیټه به په دی هکله غوره خبریال و پیژندل شی. د غه خبریالا دیوه بیطرفه هیئت لخوا وروسته له څو مشورتی ناستو ټاکل شویدی.
باید ووایو چی دا پروسه به په راتلونکی زیژدیز کال کی هم تکرار شی.
د یادونی وړ ده چی د دریو غوره خبریالانو ټاکل دیوی لویی پروسی څخه ګڼل کیژی چی د ظرفیت لوړول، د بیلابیلو رادیو یی خپرونو جوړول وروسته له ښونی څخه به په دی کی شتون و لری.
د محفل وخت د پنجشنبی ورځ د سهار ۰۹:۳۰ بجی د سپتمبر ۲۷
دمحفل ځای: د دارلامان عمومی سرک، کارته سه، ۹۹ کور، آریانا تلویزیون ته نا رسیده، د نی اداره په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو ملاتړ

د نورو ډیرو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره
محترمه آمنه عادل
د پروژی د مدیر ځای ناستی سره اړیکه ونیسی
د مبایل شمیره:۰۷۹۸۶۴۸۶۹۱
ایمل آدرس: amina.adal@nmi.edu.af