نی، د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله مارچ ۸مه، ۲۰۱۵ د ښځو نړیواله ورځ ( مارچ- ۸مه) نن په جلال اباد کې د نۍ د سیمه ییز دفتر لخوا ولمانځل شوه. په دغه غونډه کې چې د ۲۲ میرمنو په ګډون شاوخوا (۱۰۰) کسانو ګډون کړی و، د ښځو د مقام ، په ټولنه کې د هغوی په ونډه او د ښځو د حقونو په ترلاسه کولو کې د رسنیو په نقش خبرې وشوې. په غونډه کې د ولایتې شورا غړې حبیبه کاکړ، په ختیځ کې د بشری حقونو د کمیسیون مشرې صبرینا حمیدی، د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزی، د نی دفتر مشر استاد محمد اصف امین،د دې دفتر یو تن روزونکی محمد نعمان دوست او د متحد ملی ګوند د سیمه ییز دفتر مسوول لیاقت غمشریک، په ټولنه کې د میرمنو د نقش په اړه خبرې وکړې. ویناوالو په رسنیو هم غږ وکړ چې په خپلو ګټورو پروګرامونو د خلکو اذهان روښانه کړی او میرمنې له خپلو حقه حقونو څخه خبرې کړې. د غونډې په پای کې راغلیو میرمنو ته د درناوی په موخه لوپټې هم ورکړل شوې. په نننۍ غونډه کې د ننګرهار د ولایتی شورا غړې شهیدې انګیزې شینوارې په کار نامو هم خبرې وشوې او هغه د ښځو د حقونو یوه فعاله مبارزه وګڼل شوه