سره لدی چی روانی جګړی او ګواښونه چی د رای ورکولو نه مخکی پیل شوی و، ولی دافغانستان خلکو په تیره بیا ښځو دا وښودله چی نور تبلیغات او روحی جګړی نه شی کولای چی په افغانی ټولنه کی ځای ولری. او دا خلک دی چی خپله غواړی په خپل لاس خپل برخلیک وټاکی . دمثال په توګه د هرات په ولایت کی د سهار پر شپږ نیمی بجی ( مخکی لدی چی د رای اچونی مراکز په رسمی ډول پرانیستل شی) ددو زرو په شاوخواکی نارینو او میرمنو د امیر علی شیر نوایی د رای اچونی په مرکز کی چی دهرات ولایت په اتمه ناحیه موقعیت لری اوږدی لیکی جوړی کړی وی.
دبل پلوه دری کسه طالبانو چی غوښتل یی په ټول ټاکنو کی د خلکو د رای ورکولو د ګډون مخه ونیسی د زابل ولایت د شهر صفا په ښار کی د امنیتی ځواکونو له خوا ووژل شول.
همدارنګه خلک د افغان امنیتی ځواکونو د فعالیتونو څخه چی شپه او ورځ د خلکو د ځان ساتنی او امنیت په موخه زیار ایستلی دی ستاینه کوی. که څه هم پنځه تنه امنیتی ځواکونو چی په خپلو دندو کی یی غفلت کړی و د امنیتی ځواکونو له خوا ونیول شول چی دا خپله د امنیتی ځواکونو او نظام او قانون حاکمیت ښکارندویی کوی.
که څه هم د ځینو رای ورکولو مرکزونو په ځنډ سره د خلکو د کار پیل کول د اندیښنی سبب شوی و، ولی د ټول ټاکنو دخپلواک کمیسیون ژمنه کړی و چی ضایع شوی وخت به د ورځی په ورستیو کی جبران کړی یعنی په هره اندازه چی د رای اچونی مراکز په ځنډ سره پیل شوی په هماغه اندازه به د ورځی په وروستیو کی به د رای ورکوونکو پر مخ پرانیستی وی.
په همدی حال کی د بلخ والی عطا محمد نور دیو مطبوعاتی کنفرانس په ترځ کی د ټاکنو دخپلواک کمیسیون څخه شکایت کړی دی چی باید دا شکایت څو میاشتی وړاندی صورت موندلای وای. د رای اچونی مراکز یو د هغه ټکو څخه دی چی د بلخ والی هغه ته اشاره کړی و. هغه زیاته کړه چی ډیر زیات د رای ورکولو کارتونه ویشل شوی دی ولی د رایورکولو په مراکزو کی زیاتوالی ندی راغلی.
هغه همدارنګه زیاته کړه که چیری ټاکنی په رڼی توګه تر سره شی د هغه پایلی به ومنی د هغه پرته د ټاکنو پایلی به ونه منی. خو د شکایتونو څیړل او د هغه تایید د ټاکنو په خپلواک کمیسیون پوری اړه لری او د هغوی د دندو څخه شمیرل کیږی چی د ټول ټاکنو وروسته به پر هغه باندی کاروشی.