د جنستی تیری او تاوتریخوالی په هکله مبارزه، نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو ملاتړ د افغانستان له ټولو خپلواکو سازمانونو او د افغانستان له رسنیو او له نړیوالو رسنیو غواړی تر څو دهغو کلمو له استعمالولو لکه ( ناموسی وژنو او سنتی زیانمن رواجونه) په خپلو رپوټونو او مطلبونو کی و نه کاروی. 
یوه له هغو قوی طریقو څخه چی خلک تر خپل تأثیر لاندی راولی ژبنی اصطلاحات دی. ټولیزی رسنی د دا ډول کلمو په جوړولو کی مرسته کوی، او ژبه تر خپل تأثیر لاندی راولی او یوه پیژندل شوی زده کړه منځ ته راوړی.
د نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو ملاتړ اجرائیوی رئیس عبدلمجیب خلوتګر وایی: خبریالان باید له هغو اصطلاحاتو چی په خپلو رپوټونو کی یی کاروی او پر ټولنه یو ډول تاثیرات کوی خبردار و اوسی.دا د خبریالانو یو له لویو مسئولیتونو څخه شمیرل کیژی.
د یوه کس وژل چی په هر ډلیل وی قتل دی. د ناموس د کلمی زیاتول د جرم د صفت لامل کیژی او د هغی زیان ته لژوالی ور بښی.
حلیمه کاظم د جنسی تمایلاتو او د تاوتریخوالی څخه د رپوټ ورکولو مشاوره په دی هکله داسی وایی:کله چی خبریالان د ناموسی قتل کلمه په خپلو رپوټونو او مطالبو کی کاروی، هغوی د هغو لوستونکو او د ټولنی دهغه غړو چی وژنه د خپل کلتور د یوه اصل په توګه منی نور هم پیاوړی کوی. د هغو لوستونکو لپاره چی د ناموسی قتل له اصطلاح سره بلدتیا نه لری دغه اصطلاح هغوی ته د جرم برعکس مفهو ورکوی، مرتکب ته برأت ورکوی او ملامتی قربانی شوی کس ته ور کوی.
د داسی زیان اړوونکو سنتی اصطلاحګانو څخه باید مخنیوی وشی. چی دا رواجونه لکه په بدو کی ورکول،بدل، په کوچونوالی کی و دونه او داسی نور زیان اړوونکی رواجونه( چی د افغانستان د اساسی قانون له مخی ناروادی) شتون لری. نی له ټولو لیکوالانو، څیړونکو او خبریالانو څخه غواړی تر څو دا ډول کړنی غیر قانونی او د جرم په نامه و نوموی.
کاظم د خپلو خبرو په ادامه وایی: دی ډول جرمونو ته نوم ورکول د ټولنی محافظه کارانو ته نور هم قوت ورکوی تر څو دا ډول کړنی په ټولنه کی د مذهب او کلتور ترنامه لاندی وکړی. چی په پایله کی د بشر د حقونو دفعالانو، خبریالانو، او د ټولنی د نورو غړو دفاع د قربانی شوو کسانو په مقابل کی کمزوری او سختوی. کله چی دا ډول اصطلاحات په افغانی او نړیوالو رسنیو کی په تکرار ډول سره لیدل کیژی او د ګټه نه اخستونکو ادارو لخوا یی رپوټ ورکړل شی،ددی ډیر خطرناک پیغام په حقیقت کی دادی چی مخاطب ته په ناڅاپی ډول زیان رسوی او په نا څاپی ډول سره د هغی په ضمیر کی ځای نیسی.
خلوتګر هم پدی هکله زیاته کړه:کله چی دا ډول اصطلاحات له انګلسی ژبی په پښتو او دری ژبو ترجمه شی د هغی تاثیرات نور هم ډیریژی، نو په دی هلکه تجربه داسی ښیی چی ډیری ژباړی غلطی وی او یا هم د هغی اصطلاح مفهوم په ژباړه کی له منځه تللی دی.
بیله کومه شکه د خبریالانو د پوهی د کچی لوړول په دی هکله چی ولی جرمونه منځ ته راځی، په ځانګړی ډول که چیرته دا کار د خلکو په تشویق کولو کی کمک کوی، یو ښه کار دی. خو د دغو پیښو جرم بلل او دا جوته ول چی داکوم فرهنګی اصل ندی داهم اړینه ده.
صدیق الله توحیدی په نی دفتر کی د رسنیو د څار مسئول وایی: جرمونه باید د کلتور او رواج په بڼه را نه وړل شی. په دی کی شک نشته چی ځینی رواجونه چی هغه جرم دی په قبلوی کچه شتون لری نو که هغی ته جرم ووایو نو د ټولنی د پرمختګ لپاره یولوی ګام بلل کیژی. هغه اصطلاحات لکه سیاسر، کوچ ( پخپله نجلی په خپل رضایت له بل چاسره واده کوی چی دا کومه بده خبره نده) یا دهغو قبلوی او کلتوری اصولو کسی کول چی د هیواد له قانون سره په ټکر کی دی او یا د هغو رواجونو په زور قبلول چی د قانون سره په ټکر کی دی باید داسی مطرح شی چی د جرم سره مرسته ونه شی تر څوښه او بد یوله بله بیل شی.
د لا ډیرو معلوماتو په خاطر د مهربانی له مخی زمونږ سره اړیکه ونیسی:
عبدالمجیب خلوتګر
د نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداری مشر
mujeeb@nai.org.af
۰۷۷۴۴۰۹۹۲۳

حلیمه کاظم
د حقوق بشر د رسنیو مشاوره
Halima_kazem@yahoo.com