دافغانستان په رسنیزه ټولنه کی به تر ډیره دکاکړ نه شتون احساس شی دمجاهد کاکړ مړینه یوه لویه جبران نه منونکی ضایعه ده،  چی دهیواد په رسنیزه تولنه کی مطرح او دغټو بحثونو سبب شوی دي.

 

ښاغلی کاکړ دطلوع او دهغه دسیوری لاندی نورو رسنیو د مسوولینوڅخه و. خپله د ثمره ډک  ژوند یی خلکو ته دمعلوماتو رسولو په برخه تیرکړ نوموړی دافغانستان درسنیو په نوی غورځنګ کی دخبریالانو اخلاقی  ملاتړ کونکی و.

مجاهد کاکر دافغانستان درسنیو نامتو او غوره نوم لرونکي خبریال او دبیان آزادی ته معتقد شخص و، چی تل یی هڅه کول ترڅو واقعیتونه څنګه چی دي بیان کړی او خلکو ته یی ورسوی ترڅو دافغانستان خلکو ترمنخ یووالی تامین شی .

نی دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره، ښاغلی مجاهد کاکړ ته دهغه د فداکاری په خاطر دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت او دهغه اړونده بنستونو څخه غوښتنه کوی چی دهغه په نامه په رسمی توګه یو مډال مسما کړی .

روح دي دالله په درګاه کی، ښاد وی!