د هغه سروی پر اساس چی دنی دفتر په ټول هیواد کی تر سره کړی ده ، درسنیزو کارکونکی چی په کرونااخته شوی دي د هغه نه ډیر دي کوم چی دهغه په باره کی خبری کیږی.

دنی دفتر په یوه ټول پوښتنه کی چی دهیواد رسنیو څخه تر سره کړی ده پر یو شمیر آماراوشمیری لاس ته راوړی دي چی داندیښنی وړ او حتی  کیدای شی چی ډیر خطرناک وی..

دنی دفتر اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر، (سه‌شنبه، دچنګاښ ۱۰) په یوه خبری غونډه کی چی دنی دافغانستان دازادو رسنیوملاتړ دفتر کی جوړه شوی وه رسنیو ته وویل دهغه سروی پراساس چی نوموړی اداری ترسره کړی و، ۹۵۳ رسنیز کارکونکی پدی مرض اخته شوی دی یاهم  روغ شوی دي او یا هم ددی ویروس سره په مبارزه کی دی؛ له دی ډلی 6 تنو یی خپل ژوند دلاسه ورکړی دي..

دنی دفتردموندونو پراساس خبریالی انجونی او میرمنی دنارینو په پرتله لږ په دی ویروس اخته شوی دي .

همدارنگه  په رسنیو کی   آنلاین آژانسونو ډیر لږ  په کرونا ویروس اخته شوی دي .

په کابل او دهغه نژدی ولایتونو کی  په کوید 19 داخته کسانو شمیره 568 تنو ته رسیږی . په لویدیځ او  جنوب زون او و کندهار 171 تنه   اخته شوی دی .زون د هرات اودهغه شاوخوا ولایتونوکی۱۲۰ او بلخ ولایت اوشمال زون کی  89 تنه په کرونا اخته شوی دي .په ختیځ  زون ، ننگرهارکی  6  تنه پدی مرض اخته شوی دي .

ښاغلی  خلوتگر درسنیو د مدیرانو څخه وغوښتل  ترڅو دخپلو کارکونکو روغتیا ته په جدی ډول پاملرنه وکړی. دنوموړی پر وینا : “هیڅ راپور دیو خبریال دروغتیا ارزښت نه لری “.

دیادولو وړه ده چی په خبری کنفرانس کی حاضرو کسانو ته چی په دی خبری غوندی کی دګډون په موخه راغلی وه، ۴۰ دساتنی جامی او ددی مرض څخه داخته کیدو دمخنیوی په موخه ځینی لارښودني درسنیو استازو ته وویشل شول .