دکندهار دملی تلویزون انځور اخیستونکی  سلیم دکندهار د ولایت په مقر کی ځان خپل ژوند له لاسه ورکړ .

دکندهار دملی تلویزون رییس نورالله نوری ددی خبر د تایید تر څنګ وایی چی ښاغلی سلیم امنیتی غونډی ته دخبری پوښش ورکولو په موخه تللی و.

د یادولو وړ دی  چی نن  پنج شنبه دری بجی  دتلی ۲۶ دامنیتی څانګو غونډه چی دکندهار ولایت په مقر کی جوړه شوی وه د بریدکونکو ترحملی لاندی راغی ، تراوسه لا د  برید جزییات په لاس کی نه دی خو ددی انځوراخیستونکی  وژل کیدل تایید شوی دی .دښاغلی سلیم په وژل کیدو سره سږکال په افغانستان کی دوژل شوو خبریالانو شمیره ۱۷ تنه خبریالانو او رسنیز کارکرونکی ته ورسیدل  .

نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره په مکرره توګه دافغانستان ددولت او امنیتی ځواکونو څخه غوښتنه کوی چی دخبریالانو د امنیت او مصوونیت په موخه په کلکه پاملرنه کړی او دتاکنو پر مهال دخبریالانو مصوونیت دامنیتی بنسټونو په لومړیتوبونو کی خای ورکړل شی .