له ۱۳۸۴ کال څخه راپدیخوا د نی مؤسسې ګڼ شمیر روزنیز کورسونه د افغانستان د رسنیو کارکوونکو ته دایر کړی دی. د دغو کورسونو فارغین په راز راز صوتی، تصویری او چاپی ملی او نړیوالو رسنیو کې کار کوی.
How we Training
دنی رسنیز انستیتیوت
د نۍ رسنیز انستیتیوت یو پیژندل شوی علمی او مسلکی بنسټ دی چه د خبریالانو او مسلکی وګړو لپاره په نړیوالو معیارونو برابری زده کړی وړاندی کوی.
ددی انستیتیوت د رامنځته کیدو دپاره هلی ځلی یو نیم کال مخکی شروع شوی وی او له یو زیات شمیر ښوونیزو موسسو سره د صلاح مشورو او په ټول هیواد کی د ۲۵۰۰ نظر پوښتنو، چه له دغی جملی څخه د ۱۹۰۰ نظرونه مثبت وه، څخه وروسته پرانیستل شوه. اوس دغه انستیتیوت د لوړو زده کړو او پوهنی وزارتونو په همژغی د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره ثبت او راجستر دۍ. ددی انستیتوت مرکزی دفتر په کابل او څانګی یۍ په هرات، جلال آباد، کندهار او مزارشریف کی شتون لری.لنډ کورسونه
اوس مهال د نی مؤسسه لاندې کورسونه تدریسوی:
د خبریالۍ اساسات – ځوانو خبریالانو ته د خبریالۍ د اساساتو تدریس
راډیو ژورنالیزم – د هغو کسانو لپاره چې غواړی د راډیو په خبری خپرونو کې کار وکړی
د ویدیو ژورنالیزم اساسات – د ځوانو ویدیو ژورنالیستانو لپاره
د راډیویی پکیج تولید – د هغو کسانو لپاره چې غواړی خپل د راډیویی تولید مهارتونه لوړ کړی
تحقیقی ژورنالیزم – د هغو کسانو لپاره چې غواړی تحقیقی رپوټونه جوړ کړی.
همدارنګه د رسنیو د قانون او اخلاقیاتو، د رسنیو د مدیریت او د رسنیزې بازار موندنې کورسونه هم په نږدې راتلونکې کې جوړیږی.