دنهمی حوزی د موتر بم، په چاودنه کی چی په کابل تر سره شوه د دولتی مطبعه پنځه تنه چاپی کارکونکې ټپیان شول دآزادی مطابع رییس ضیا بومیا د نی درسنیو څار دفتر ته وویل؛ دنن سهار په چاودنه کی دانیس د ورځپاڼی مسول مدیر او څلورتنه د آزادی دمطبعی کارکونکو په سطحی توګه ټپی شول. دبل پلوه د راه مدنیت دورځپآڼی مسول مدیر سید اصغر اشراق وایی ؛ پدی چاودنه کی ددي ورځپاڼی انځور اخیستونکی امان صداقت هم ټپي شو او په روغتون کی تر علاج لاندی دي . باید وویل شی چی دکورنیو چارو وزارت ویلی دی چي پنجشنبه د وږی ۱۴ دسهار ۱۰بجی او ۱۰ دقیقی یو تونس ډوله موټر دکابل ښار نهمی حوزی اړوند سیمه کی د اول مکروریان پر عمومی سړک د عبدالحق څلور لاری ته نژدې و چاودید. دطالبانو ډلی ددي برید مسوولیت په غاړه اخیستی دي او ادعا کړی ده چی دبهرنی ځواکونو کاروان یی موخه ګرزولی ده . نی د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره دامنیتی وضعیت دخرابیدو په صورت کی دخبریالانو دمصوونیت په برخه کی اندیښمن دي . نی د حکومت څخه غواړی ترڅو درسنیزو ودانیو دتاسیساتو په ساتلو کی عملي کړني تر سره کړی .