د افغانستان د ولسی جرګی رئیس میررحمان رحمانی چهارشنبه دتلی دمیاشتی پر ۲۴ دولسی جرګی په مجلس کی درسنیو څخه  شکایت کړی دي اویو شمیر رسني یی دپارلمان پر ضد يه توطئه تورن کړی دی .

نی دولسی جرګی د رئیس دا ډول کړنې د افغانستان درسنیو پر وړاندي یو غیزقانوني او غیر مسلکي چلند  ګڼی او دپارلمان دمحترم ریاست څخه غواړی که درسنیو څخه کوم شکایت لري، باید دقانونی لاری څخه هغه وڅاری .

درسنیو دشکایتونو دمنلو قانونی مجرای رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته درسیدنی کمیسیون دې

نی پدی باور دي  چی د افغانستان  د پارلمان  رئیس کولای شی چی پر رسنیو باندی دزور او فشار زمینه برابره کړی نور کسان او ډلی  که په پارلمان او یاهم د پارلمان دباندی  په داسی شرایطو کی هڅه کوی ترڅو د افغانستان رسنیو ته په یو دول فشار ورکړی .

نی دهیواد دوولسی جرګی رئیس ښاغلی رحمانی څخه هیله کوی هغه څه چی یی درسنیو په اړه ویلی دی هغه بیرته واخلی او درسنیو او دهیواد درسنیزو ټولنی څخه بخښنه وغواړی .

 

د افغانستان درسنیو دقانون پر اساس درسنیو څخه هرډول دشکایتونو یوازینی دقانون مرجع رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته درسیدنی کمیسیون دي او هیڅ بل ددولت اویا حکومت تر چتر لاندی ارگان نشی کولای چی کوم شکایت درسنیو څخه ولری، د رسنیو او بیان آزادی تر فشار لاندی راوړی او یا هغه ته سپکاوی وکړی  .