د افغانستان ولسی جرګی چی دننګرهار ولایت پر یو جوامات  باندی دبم اچوني د پیښی په تړاو چی کومه  اضطراری‌ جلسه و دایرکړه وه ، یو لړ موارد یی مطرح کړی و چی په یو دول رسنیو ته ګواښ شمیرل کیده.

 

د۱۳۹۸ کال دتلی پر ۲۷ ولسی جرګی یوه اضطراری مجلس دایر کړی و او پدی مجلس کی ددی جرګی غړو خپل لیدلوری په هسکی مینی کی دبم چاودنۍ په اړه  او داچی پدی چاودنه کی ۷۰ تنه شهیدان شول  څه ډول ددی ځای خلکو وضعیت ته رسیدنه وشی  او هم پرحکومت او امنیتی ځاکونو باندی نیوکی شوی او د نوموړی پیښی پروړاندی ولسی جرګه څه باید وکړی بحث وشو.

په بحث کی  یو تن دمجلس استازی پر رسنیو باندی ور دانګلی او ویلی دی باید هغه رسني چی دولسی جرګی پر کړنو باندی په طنزی ډول خپرونی جوړه وی  مخنیوی یی وشی .

دولسی جرګی استازی دیوه خصوصی تلویزون یوه  طنزی خپرونی ته په اشاری سره وویل: «تاسو ولیدل چی…خپرونی کی څه ډول د پارلمان پر استازو باندی مانډی وهلی او دا  تلویزیون پارلمان ته  چورلمان وویل.»

البته دهیواد دپارلمان دغړی اشاره‌ دهیواد یوه مشهوره   طنزی – تفریحی خپرونی  ته چی یوه خصوصی تلویزون له لوری خپریږی دي .

هغه څه چی  مهم دی، هغه داچی طنز په هغه  صورت  چی دکلام وقاحت په نظر کی ونیول سی ، دخبریالی پر اصولوبرابراو داصلاح په موخه وی هیڅ ډول قانونی او مسلکی ستونزه نه لری  اودبل پلوه د طنزکلمی په بل ډول ارایه کیږی چی مخاطب ته جالب واقع شی نوځکه  د اصلی کلمی دذکر څخه مخنیوی کیږی.

نی دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره په دی باور دي چی  دهیواد دپارلمان دغړو دا ډول کړنۍ چی یو مهم دولتی ارګان شمیرل کیږی کولای شی چی درسنیو دبیان دازادی مخه ونیسی او دقانون خلاف کار دي .

دهیواد دپارلمان غړی خپل پوهیږی چی رسنیزطنزونه ، مسخره کول ندی بلکه پرهر هغه څه باندی چی طنز کیدای شی جوړ شی دطنز په قالب کی بیانوی .

دنی دفتر  دپارلمان دمحترمو غړو څخه غواړی تر څو په راتلونکی کی داچه پریو بنسټ  باندی ملنډی وهل کیږی یا هم طنز دی باید توپیر وکړی. همدارنګه د پارلمان دمحترم اداری هیأت څخه غواړی چی  توضیح ورکړی چی څه ډول کله چی دپارلمان یو غړی درسنیو په اړه دقانو خلاف خبری کوی ، ددی غړو دخبرو پروړاندی اداری هیات په چوپتیا سره اوری او داګواښونه نالیدلی ګڼی  .

د افغانستان داساسی قانون پراساس،دبیان  آزادی دهر ډول تعرض څخه مصون ده، دبل پلوه دافغانستان درسنیو د قانون پراساس دا ډول ظنزونه  په رسمیت پیژندل شوی دی  او افغانستان رسنی ددو ملی او قانونی اسنادو پر بنسټ دطنز ویلو اعتبار لری او خپل ځان ددی قانونی حق او امتیاز څخه دګټی اخیستنی وړ ګڼی  .