د نوامبر دوهمه دشنبی ورځ « پرخبریالانو باندی تاوتریخوالی دمجازاتو څخه دخلاصون د دود سره مبارزه » دنړیوالی ورځی سره  برابره ده  دخبریالانو څخه دساتنی دکمیټی د کلني را پور پر اساس یا دافغانستان دخبریالانو CPJ  د  ۲۰۱۹ کال په په درجه بندی کی افغانستان دخبریالانو دو ژنی دقانونی نه څارلو له لحاظه په شپږم قطار کی راځی .

دنی په آند دافغانستان ټولنی دود اودستور ته په پاملرني سره،  دمجازاتو څخه خلاصون کلتور په خواشینی سره ډیرزیات  رنګ اخیستی دی. نی باور لری چی ددی ناوړه  دود او کلتور سره  مبارزه او دخبریالانو سره دتاوتریخوالی عاملین چی حکومت په مختلفو کچه کی دی هغوی کولای شی ګټور واقع شی .

دنی دفتر اجرایی  رئیس عبدالمجیب خلوتگر وایی ؛ « دحکومت، هڅی او هاند دتاوتریخوالی دعاملینو پر وړاندی چی د هغوی ددوسیو دڅارلو لپاره صورت موندلی دی  خو کله چی لیدل کیږی چی  د ۱۱۵ خبریالانو او رسنیز کارکونکو پر وړاندی چی دتیرو ۱۷ کلونو راهیسی په افغانستان کی وژل شوی دی یوازی د ۵ پنځو په سلو کی دوسیی څیړل شو یدي  دا داسی ښیی چی دمجازاتو څخه دخلاصون دود همداسی دپخوا په شانی پر خپل ځای پاتی دی . ددی دود سره دمبارزی یوه ګټوره لاره داده چی هغه عاملین باید محکمه شی، کوم  چی دحکومتی مسوولانو له خوا صورت موندلی وی  .»

نی د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره  د افغانستان  دحکومت څخه غواړی، که چیری جکومت دبیان د آزادی څخه د ملاتړ اراده ولری باید، درسنیو او خبریالانو دتاوتریخوالی عاملین چی حکومتی مسوولین دی محکمه کړي، دا اراده دی ننداری ته وړاندی کړی.

دبل پلوه نی په هیواد کی د عدلی او قضایی بنسټونو څخه غواړی  ترڅو دخبریالانو دتاوتریخوالی دوسیو ته رسیدنی پروسه  ساده کړی ترڅو دا آسانتیاوی هغه خبریالانو ته کوم چی ددی قضایی مسایلو دډیری مودی په تیریدو سره د هغه د څیړلو څخه صرف نطر کوی او یا تیریږی  په زړه پوری شی.