د خوست په ولایت کی دوه خبریالان پدی تور چی پر اشرف غنی یی نیوکه کړی ده دملی امنیت له لوری دلنډی مودی لپاره نیول شوی دي
دسلام وطندار رادیو خبریال عبدالرحیم سکندر او د سهار نیوز خبریال حبیب کامران د خوست ولایت څخه ادعا کوی چی دملی امنیت له لوری پدی ولایت نیول شوی دي.
ښاغلی سکندر د رسنیو دڅار دفتر ته وویل؛ دوږی ۱۱ دوشنبی ورځ دغرمی وروسته دری نیمی بجی ، کله چی دیوه رسمی ناستی وروسته دولایت د مقام څخه راووتلم دخوست ولایت په اداری کمپلکس کی، دملیامنیت سرتیرو، زه او د سهار نیوز خبریال حبیب کامران ولچک کړو سترګی یی را وتړلی او د رنجر ترشا کینولی دملی امنیت ریاست ته یوړو . سکندر زیاته کړه ، «موږ یی نظارت‌خانی ته یوړو ، ټول وسایل او موبایلونه او «ریکارډونه » را نه واخیستل او دبندیانو ترمنځ یی واچولو. وروسته لدی چی دا خبر په ټولنیزو رسنیو کی ناندریز شوه، موږ یی د نظارت خانی څخه راویستلو او دملی امنیت رییس ته یی وروستلو.
سکندر وایی: « دملی امنیت رییس ته مو وضاحت ورکړ هر هغه څه چی په فیسبوک کی لیکو دتخریب په معنای نه بلکه دحکومت پرنیمګړتیاو په تیره بیا دجمهور رییس غنی پرکړنو نیوکه داصلاح په موخه ده . دملی امنیت رییس همدارنګه تاکید کاوه چی تاسو د نظام د تخریب په لټه کی یاست او جمهور رییس ته سپکاوی کوی » چی وروسته له دری ساعته دا دوه خبریالان دملی امنیت څخه خوشی شول.
نی د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ اداره ، ددی دوه خبریالانو نیول د خوست په ولایت کی داندیښنۍ وړ وباله او په دی باور دی چې دا ډول چلند دبیان ازادی ته غټ زیان رسوی . نی دملی امنیت ریاست څخه غوښتنه کوی چی دا موضوع و ارزوی او رسنیو او خبریالانو ته وضاحت ورکړی.
د نی دفتر ددی خبریالانو نیول غیر قانونی بولی او دملی امنیت اداری څخه غواړی پدی هکله توضیح ورکړی چی څه ډول دا غیرقانونی نیونی صورت موندلی دی . ، نی د افغانستان د آزادو رسنیو دملاتړ اداره د افغانستان حکومت څخه غواړی ترڅو دقوانیو پر بنا دبیان دازادی څخه ساتنه او ملاتړ وکړی . نه داچی خبریالان دسالم او رغونکی نیوکی په خاطر ونیسی او دهغوی آ واز غلی کړی .
Chat Conversation End
Type a message…