د خورشید تلویزیون دکارکونکو پر لیږدونکی بس باندی نن مازدیګر دیوی چاودنۍ شاهد و چی په هغه کي د خورشید تلویزون دوه تنه کارکونکي ټپیان شول .
د خورشید تلویزیون درادیویی خپرونی چلوونکی اسدالله اخلاص اود د خورشید تلویزیون دموټر چلونکی پدی چاودنه کی ټپیان شول ، دا چاودنه دتایمني پروژی او خیرخانی دریمه برخی تر منځ کی په کابل کی تر سره شوه.
دخورشید تلویزون مسوولین وایی د چی دښاغلی اخلاص روغتیایی حالت ډیر خراب دی .
نی افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره ددی ترڅنګ چی دا برید دبیان پر ازادی او دوګړو داساسی حقونو باندی برید ګڼی ، پدی باور دی چی که چیر ی د کشفی او استخباراتی بنسټونو پاملرنه او چټکتیا وجود ولری موږ به د داسی پیښو شاهدان ونه اوسو ..
نی د افغانستان حکومت څخه غواړی چي دګټور علاج زمینه دخورشید تلویزون کارکونکو ته برابره کړی .
همدارنګه نی غواړی چی حکومتی بنسټونه او په تیره بیا د کورنیو چارو وزارت استخبارات به دي هکله پاملرنه وکړی که چیری دا چاودنه دنوموړو بنسټونو دنه پاملرنی له امله صورت موندلی وی ، نوموړی بنسټونه به ددی موضوع خواب ویونکی وی.
دیادولو وړ ده چی د خورشید رتلویزیون پر کارکونکو دا چاودنه د نښلودنکی بم له کبله وه چی دیو شمیر لارویانو دمرګ ژوبلی سبب هم شوی دی .