نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره دټولنیزو رسنیو په اونۍ کی ددی ترڅنګ « دنورو معنوی حق ته احترام وکړو» کمپاین په لاره واچوه، په یوه رسمی لیک کی یی د افغانستان داسلامی جمهوری حکومت داطلاعاتو او کلتور وزارت څخه په رسمی ډول غوښتنه کړی ده چی دټولنیزو رسنیو اونۍ دي په جنتری کی شامل شی .
دټولنیزو رسنیو په اونۍ کی دملګرو ملتونو دیونسکو د کلتوري او زده کړی د سازمان څخه غوښتنه وشوه ترڅو په ملګرو ملتونو کی دافغانستان په امتیاز په رسمیت وپیژندل شی .
دنی رسمی لیک په کابل کی دیونسکو دسازمان د اړیکو دبرخي مسوول ته وسپارل شو .
نی همدارنګه په خپل کمپاین کی ، «دنورو معنوی حق ته احترام وکړو» دمجازی شبکو دګټی اخیستونکو څخه وغوښتل ترڅو دنورو حق ته احترام وشی
دنی اجرایی رئیس عبدالمجیب خلوتگر وایی : دټولنیزو رسنیو اونی دسږکال شعار دنورو معنوی حق ته احترام وکړی چی موږ غواړو چی دا حق په ټولنیزو رسنیو کی مراعات شی . موږ پام شوی دی چی افغانان په ټولنیزو رسنیو کی د معنو ی مالکیت حق نه مراعات کوی او دا ددې سبب شوی دي چی درسنیزو دموادو د تولید کچه لږ وی او ځینی بیا کاپی یا درویی لیکنی کوی ».
دیادولو وړ ده چی نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره د۱۳۹۰ کال راهیسی دزمری دمیاشتی یوه اونی دټولنیزو رسنیو د اونۍ په نامه نمانځي .