دافغانستان د نی دفتر چی د ازادو رسنیو ملاتړ اداره ده داسی شواهد لاس ته راوړی چی ښیی ددوولایتونو والایانو یعنی بامیان او دایکندی خپل ولایتی بنسټونو ته دستور ورکړی چی ددی وروسته ، مخکی لدی چی درسنیو او خبریالانو سره خبری وکړی باید د والی دفترونه سره موضوع شریکه کړی .

۲۱ شمیره مکتوب چی د ۱۳۹۴/۹/۲۳ دمعصومی مرادی، ددایکندی والی ددی ولایت سیمیزی ادارو ته لیږدول شوی دی راغلی دی :” مسؤولین دی ددی ولایت دوالی دخبریدو او همغیږی کیدو نه پرته د هرډول معلوماتو د شریک کولو څخه چی تایید شوی نه وی ډده وکړی.”

او دبل پلوه دبامیانو په ولایت کی خبریالانو دنی دفتر سره په تماس کی وویل چی دبامیان والی ښاغلی ظهیر ټولو دولتی ادارو ته دستور ورکړی چی دبامیان دوالی دفتردی سره دهمغیږګی پرته دخبریالانو سره دمرکی کولو څخه ډده وکړی.

دا مسله داساسی قانون او په تیره بیا د۳۴ او ۵۰ مادی خلاف کار دی .

نی دافغانستان دازادو رسنیو دفتر د ملی یووالی دحکومت څخه غواړی ترڅو دولایت لوړپوړو چارواکی مخه پدی برخه کی ونیسی دافغانستان حکومت مکلف او مجبور دی ترڅو دبیان آزادی او معلوماتو ته لاسرسی تضمین او آسانه کړی.