دنی موندنی دټاکنو په ورځوکی درسنیزو او خبریالانو  دکار څخه دڅارنی پرمهال ښیی چی خبریالان دټاکنو ته دپوښښ ورکولو پرمهال معلوماتو ته دنه لاسرسی په موخه  دجدی ستونزو سره مخ شول .

یو شمیر دبلخ ولایت  خبریالان دټاکنو دکمیسیون دمسوولینو څخه دمعلوماتو دنه ورکولو څخه شکایت وکړ.  دآشانا غږ رادیو خبریال  میرویس بیژن  دنی درسنیو دڅار دفتر ته وویل :” نن ما او څو تنو نورو خبریالانو څو خله دبلخ ولایتی کمیسیون ته زنګونه ووهل یا یی سکرتر او یا هم دکمیسیون  رییس ځواب وایه اوویل یی چی رییس څو دقیقی وروسته ستاسو سره خبری کوی بیا به یی تلیفون ځواب نه ورکاوه موږ اصلا ونه کړی شو چی صیح او دقیق معلومات د راغلی ستونزو په هکله چی منخ ته راغلی دی ترڅو کمیسیون ځواب ورکړی لکه دپانو دکمښت په هکله ، درای ورکولو پاڼی ، دبایمتریک په دستګاه کی ستونزی او دخلکو لالهاندی د لستونو په هکله کوم چی  درای ورکونکی  نوم په هغه کی نه وه لاس ته راوړو”.

حبیب نجفی‌زاده د۲۴ تلویزیون ۲۴ خبریال درسنیو دڅار دفتر ته وویل  : “دڅو ځله  مکررو تلیفونو سره بیاهم ونه شوکړی چی د بلخ دټاکنو دکمیسیون ولایتی  مسوولانو سره مرکه ولرو، تر اوسه موږ ته معلوم ندی  چی درای ورکولو پروسه په بلخ کی  ختمه  شوی ده اویاهم به سبا هم جریان ولری.”

په همدی  حال  کی دسلام  وطندار خبریال وحید اوریا په بلخ ولایت کی هم  د ورته ستونزی  څخه یادونه وکړه   چی معلوماتو ته د نه لاسرسی  له کبله هیڅ دول معلومات دبلخ ولایت دمسوولانو حخه لاس ته راوړی .

په همدی  حال کی یوشمیر دبلخ خبریالان دټاکنو دخپلواک کمیسیون د مزارشریف په ښار کی دسپکاوی څخه خبر ورکړ. سید صمیم سادات، د صدای افغان خبریال په مزارشریف  ښار کی کله چی د راپور دجوړولو په موخه  دباختر عالی لیسه ته تللی وایی: “لومړی خویی دعکس اخیستولو اجازه را نکړه  او وروسته یوی میرمن چی خپل ځان دشکایتونو دبرخی مسووله وګڼل راغله او په ترخه ژبه یی وویل «ولی  عکس اخلی »؟ ما خپل رسنیز کارت چی د کمیسیونله لوری  صادر شوی و، ورښکاره کړ، خوبیایی هم زماسره بده رویه وکړه او وویل : موږ ته چا ندی ویلی چی خبریالان د ټاکنو د لړی څخه راپور جوړوی  او تاسو هم ددی کار اجازه نه لری.”

د صدای افغان  خبریاله رحیمه یزدانی، وایی : “دټاکنو دخپلواک کمیسیون  موږ ته درای ورکولو دصندوقونو څخه دعکس اخیستنی اجازه نده راکړی او ځینی نور یی بیا خبریالان باندی ملندی وهی .

۲

په همدی  حال کی دکوهستان د رسالت رادیومسوول،  جواد آخند‌زاده نی ته وویل ؛ وروسته له یوی شخړی چی په ټاکنیز سایت کی رامنځ ته شوه، ددوی خبریال  عبدالفتاح فایز چی ددی صحنی څخه عکس اخیستی وپه کابیسا کی  دیوبل نوماند له خوا  لومړی وهل شوی و اوبیا یی فایز له ځانه سره وړی و.

نى د افغانستان آزاد رسنیو ملاتړ اداره دټاکنو دخپلواک کمیسیون  څخه لومړی د وضاحت غوښتونکی شوی او په تاکید سره غواړی چی  خبریالانو دخبری پوښښ او معلوماتو په برخه کی مرسته وکړی او دمسوولینو رویه د خبریالانو سره دقانون پرمبنای صورت ومومی .