دهیواد یو شمیر رسنیودمعلوماتو ته دنه لاسرسي له کبله اعتراض وکړ.

معترضو رسنیو د دولتي ارګانونو لکه لوي څارنوالي، ستره محکمه، دملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت مالیي عامه روغتیا، د جمهوري ریاست دفتر، دملی تدارکاتو کمیسیون اود افغانستان  مرکزي بانک  دهغه شمیر دولتي اداراتو څخه وشمیرل چي دمعلوماتو په ورکړه کي تړلي ځایونه دي.

دهیواد ۳۰ مطرح رسنیو او ۱۸ رسنیزو بنسټونو د موجوده حالت یعني معلوماتو ته نه لاسرسي د بیان آزادي ته یو جدي ګواښ وباله او دافغانستان دولت نړیواله ټولني څخه وغوښتل  چي ددي ستونزي په له منځه وړلو کي اقدام وکړي.

ني دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره، دمعلوماتو پر لاسرسي باندي  د هرډول محدودیت وضع کول دهیواد دنافذه قوانینو خلاف بولي او درسنیو ددي غوښتنو څخه چي معلوماتو ته لاسرسي تامین دي په تینګه ملاتړ کوي.

د ني اجرایي رییس عبدالمجیب خلوتګر وویل: دپنځو کلونو راهیسي معلوماتو ته لاسرسي ستونزمن شوي دي او موږ په  یوه  بحراني حالت کي قرار لرو. ښاغلي  خلوتگروویل ” که چیري معلوماتو ته لاسرسي وجود ونه لري درسنۍ ماهیت دبیان د آزادی دیوي وسیلي په توګه له منځه ځي”.

کوم اعتراضی غونډه چي معلوماتو ته دنه لاسرسۍ له کبله  جوړه شوي وه، پدي غونډه کې درسنیو د ملاتړو  بنسټونود مسوولانو بیا د هغه دمنارونو د نه جوړښت له کبله چې دري کاله مخکي د هغه تهداب ایښودل شوي و، یادونه کړي او داطلاعاتو او کلتور وزارت او دکابل ښاروالۍ د هغه دجوړولو په کار کي دتعلل له کبله  ګرم بللي دي.

ني ددي  اعتراضي غونډو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي او د دوي موخي ته درسیدو په خاطر د هر ډول هڅی او آند نه به هیڅ ډول سپما نه کوي.

 

 

نی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره