معلوماتو ته لاسرسی یو دوگړو داساسی حقونو څخه ده چی دافغانستان په اساسی قانون دا حق په رسمیت پیژندل شوی دی  .

د افغانستان  داساسی قانون ۵۰ ماده پدی هکله صراحت لری :” دولت مکلف دی چی دسالمی اداری دجوړولو په خاطر او په اداری سیستم کی داصلاحاتو دتحقق په موخه دپام وړ تدبیر ونیسی . دافغانستان وګړی معلوماتو ته لاسرسی حق د دولتی اداراتوڅخه دقانون په حدود کی لری .”

خو درسنیو خبریالان  معلوماتو ته دنه لاسرسی له کبله شکایت لری او وایی د ملی یووالی د حکومت دجوړیدو ورسته معلوماتو ته لاسرسی ډیر محدود شوی دی .

یو شمیر دافغانستان د رسنیو خبریالان او مدیرانود نی ددفتر درسنیو دڅار ددفتر سره په اړیکه کی خپل ستونزی او ننګونی معلوماتو ته د رسیدو په موخه داسی وشمیرلی:

  • رسنی او خبریالان په ټولیزه توګه معلوماتو ته لاسرسی او ترهګریز پیښو پر مهال د دقیق شمیرو څخه محروم وی ؛
  • دذنبق دڅلور لآری ، انترکانتیننتال هوټل ،جمهوریت روغتون او …. دقربانیانو شمیری تر اوسه ندی څرګند شوی.
  1. وروسته له ۲۳ ورځو چی د انټرکانتیننتال هوتل دپیښی څخه تیرشوی دی لا تر اوسه خبریالانو ،دا وخت ندیورکول شوی چی هغه هوټل ته ورشی او رپوټ جوړ کړی.
  2. یوازی طلوع او آریانا تلویزیونونو ته وروسته له ۲۳ ورځو انترکانتیننتال هوټل ته دننوتو اجازه ورکړل شوه
  3. امنیتی اچارواکی دخبریالانو او رسنیو سره دمرکی کولو څخه ویریږی؛
  4. د غټو ترهګریزو پیښو دمعلوماتو په ارایه کی دکورنۍ او بهرنی رسنیو او خبریالانو تر منځ توپیر شته چی دحکومت له خوا تبعیض صورت مومی او بهرنی رسنیو ته لومړیتوب ورکول کیږی .
  5. د ټاکنو هیڅ جزئیات خبریالانو سره نه شریکوی، حکومت یوازی پدی خبری سره چی موږ دټاکنو په جوړیدو ژمن یو ، نور څه نه وایی ؛
  6. دملی تدارکاتو داداری څخه معلومات اخیستل یوازی داعلامیو ته حده پوری دی او نه تر هغه زیات.
  7. معلوماتو ته دلاسرسی په موخه یوشمیر د وزارت خانو کارکونکی داچی په کوم قوم او قبیلی پوری اړه لری  او دوزیر دوستان دی ، ستونزه وجود لری. اصلن ناممکن ده ، په  وزارت‌خانه کی چارواکی وایی  ددی  معلوماتو خپرول دملی ګټو پر خلاف او قومی  اختلافاتو ته لمن وهل دی ؛
  8. مسؤل چارواکی په سیاسی بحث‌ونو کی شرکت نه کوی (دیو تلویزیون مدیر وایی: ۶ تلویزیونی  خپرونی چی  لرو ، مسولان یوازی په یوه خپرونه کی ګډون کوی.)
  9. دارگ او جمعیت اسلامی دمذاکراتو معلومات رسنیو ته نه ورکول کیږی د ارگ لوری هیڅ معلومات رسنیو ته نه ورکوی؛
  10. دکمیسیونونو دکار ‌ نتیجه چی وروسته له پیښو څخه جوړیږی دخبریالانو سره نه شریک کوی او کرارکرار پیښی هیریږی ؛
  11. معلوماتو ته دلاسرسی دقانون څخه ډیری دولتی ارګانونه خبر نه لری او یاهم قصداً معلومات نه ورکوی؛
  12. دستری محکمی ویاند درسنیو سره په اړیکه کی ندی او یا داچی دا ارګان اصلا ویاند نه لری .
  13. د ویاندانو دتلیفون شمیری کار نه کوی او یا داچی خبریالانو ته ځواب نه ورکوی بیا نو پلمی لټوی .
  14. ویاندان په جزییاتو باندی نه زغیږی او یاهم دمسوولیت څخه ځان باسی او ځینی وختونه بیا وایی چی ددی معلوماتو شریک کول دملی ګټو پر خلاف دی .
  15. نی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره دمعلوماتو پر ورکړی محدودیت نه یوازی غیر قانونی ګڼی  بلکه ددی پروسی دوام دټولنی دسلامت لپاره مضر هم بولی. ؛

دا ستونزو او ننګونو ته په پاملرنی سره دنی دفتر دملی یوالی د حکومت ته وخت ورکوی چی دنوی کال تر پیل کیدو مخکی خپل ټول ویاندان او معلوماتو ورکولو مسوولانو په مرکز او ولایتونو کی وټاکی او هغوی ته ته حکم ورکړی چی معلومات باید دمعلوماتو ته دلاسرسی دقانون مطابق دخبریالانو په اختیارکی  ورکړی .

دنی دفتر د عادی ښاریانو او خبریالانو څخه غواړی هرکله چی معلوماتو ته درسیدو په موخه دستونزی سره مخ کیږی معلوماتو ته دلاسرسی دارزونی کمیسیون ته مراجعه وکړی  اودګرانو خبریالانو څخه غواړی چی هرکله دمعلومات  لاس ته راړلو په موخه کومه ستونزه پیدا کوی  معلوماتو ته دلاسرسی دارزونی کمیسیون ته ورشی او خپل شکایت درج کړی .

معلوماتو ته دلاسرسی دارزونی کمیسیون څخه مو غوښتنه داده چی دټولو ښاریانو او خبریالانو شکایتونو ته رسیدنه وکړی او خطا کاران محکمی ته ور وپیژنی  .

معلوماتو ته نه لاسرسی ددولت  وجهه او حیثیت ته لوی زیان رسولی او هرکله دا ستونزه  دخلکو پر وړاندی دبی باوری سبب شی او رسنی مجبوره وروسته له هغه کوم معلومات چی دولت اعلانوی هغه ته توجه ونکړی  او غیر رسمی معلوماتو ته مخه کړی .