دافغانستان  حکومت  په رسمی ډول دملګرو ملتونو د سازمان څخه غوښتی دی؛ ترڅو یو ځانګړی استازی دخبریالانو د مصؤنیت، دخبریالانو او رسنیو د بیان دآزادی په موخه ور وپیژنی .

دجمهوری ریاست دوهم مرستیال داکترمحمد سرور دانش،دملګرو ملتونو په عمومی مجمع دیویرسمی وینا په ترځ کی ؛ دافغانستان دحکومت په نمایندگی ؛ دا غوښتنه مطرح کړه.

نوموړی ترهګری او افراطیزم په  افغانستان کی خپل  دهیواد دغټو  ستونزو څخه وباله اوزیاته یی کړه چی  دبیاناو رسنیو آزادی ، لدی ناحیی څخه  د جدی ګواښ سره مخ دی .

ښاغلی  دانش، دویره اچونکو دموخو څخه یو هم دبیان دآزادی او ددموکراسی له منځه وباله اووویل :له همدی کبله  خبریالان دجګړی په میدانونواو دترهګرو بریدونو پر مهال دجدی ګواښ  لاندی قرار لری .

دنی دفتر دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره، ددی ترڅنګ چی دافغانستان داسلامی جمهوری ددی موقف  څخه ملاتړ وکړ ؛ په تاکید سره دملګرو ملتونو دسازمان د سرمنشی څخه وغوښتل ترڅو دولسواکی دارزښتونو په ساتنی او د هغه اهمیت  ته په پاملرنی سره ، دبیان آزادی اود افغانستان دخلکوښاری حقونه ، چی په یقین سره دخبریالی دټولنی ډیر لوی ضرورت دی مثبت ځواب ورکړی .

دنی دفتر ؛ همدارنګه د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان  چی دبیان دآزادی،او دبشری او خبریالی حقوقو مدافع دی غواړی چی په افغانستان کی دبیان دآزادی او دموکراسی ، ددی وړاندیز څخه ملاتړ وکړی.

له هغه ځایه چی دبیان دازادی پراخوالی او نور ښاری حقوق په افغانستان کی د افغانستان اونړیوالی تولنییو ګده لاس ته راوړنه ،نوځکه باید  دهغه په ساتنه کی ددولت په څنګ کی اوسو، نړیواله ټولنه په تیره بیا ملاتړ کونکی هیوادونه  مکلفیتلری ترڅو دافغانستان دحکومت ددی موقف څخه ملاتړ وکړی .