پرون د اروپا ، امریکا او آسټرلیا هیوادونو سیاسي نمایندګانو په یوه اعلامیه کی ټینګار وکړ چې د ژورنالیستانو او د رسنیو د فعالینو په ژوند برید د بیان ازادي له خطر سره مخامخ کړی او دا بریدونه نه یوازې د افرادوپر ژوند بلکه په سوله باندې هم برید دی.

نی د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ اداری له اوږدې مودې راهیسې د رسنیو پر فعالینو او خبریالانو د موخیزو بریدونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او پر افغان حکومت یې غږ کړی چې د ورته حملو په وړاندې عملي اقدام وکړي.

نی، یو ځل بیا او دا ځل د نړیوالې ټولنې په همکارۍ سره، د افغانستان په حکومت غږ کوي چې د خبریالانو او د رسنیو فعالینو خوندیتوب ډاډمن کړي.

موږ د طالبانو د خبرو اترو له ټیم څخه غواړو چې په خبریالانو او رسنیو باندې برید ودروي او د بشري حقونو ارزښتونو ته درناوی وکړي

دنی دفتر همدارنګه غواړي  چی د هغو خبریالانو قضیې وڅاری  چې تر دې دمه د افغان حکومت لخوا ندي څیړل شوي. باید وویل شي چې د نی دفتر کې د ثبت شوي معلوماتو پراساس، دډیرو ژورنالیستانو د دوژلو عاملین  طالبان، داعش او نا پیژندل شوي وسله والو کسان دی .