نی، دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره دیوناما په ټویټر پاڼه کی د منځ ته راغلی وضعیت څخه خپله اندیښنه څرګنده کړی ده . یوناما سازمان دیو رپورت دخپرولو وروسته یو شمیرشکایتونه او هم د فیسبوکی نظرونه او هم تبصری چی دراپور به پای کی خلکو لیکلی دي هغه ټول ددی سازمان له لوری پاک شوی دی .
نی ته دشکایتونو پراساس چی نی د هغه پر جریان کی دی ، یو رپورټ چی د یوناما د موقف څخه دټاکنو دخپلواک کمیسیون د یو تن کمیشنرانو پر وړاندی معلومات ورکاوه، د ښاریانو ترمنځ دڅو اړخیزو بحثوو سبب شوی دي. ارایه شوی بحثونه اولیدلوری په ټولنیزو شبکو کی ډیر ګرم او تاوده شوی دي .
او دملګرو ملتونو دسیاسی دفترنمایندګی یا یونما ددی ددی راپور لاندی تبصری او لیدلوری په غبرګون کی هغه حذف او له منځه وړی دي .
له بل پلوه یونما په خپل د فیسبوک په پانه کی دخلکو دنظریاتو د لیری کولو او پاکولو سبب داسی بیان کړی دی :
’’د ټولنیزو شبکو دټولو کاروړنکو دنظریاتو اورغنده بحثونو څخه مننه کو او دټولو هغه بحثونو څخه چی دکرکی سبب کیږی راځی چی دبیان دازادي څخه دفاع وکړو او دسپکاوی ډک او د ګواښ ورکونکی او مبتذل مطلبونو خپرولو څخه ډده وکړو”
خو هغه کسان چی د هغوی ایدی/ نظریات یی پاک شوی یا ایستل شوی دی ادعا کوی چی داسی څه یی ندی لیکلی چی هغه سپکاوی حساب شی .
دټویټر یو تن کاروړونکی حسیب معترف، یوی رسنی ته ویلی دی چی ټویټ یی هیڅ ډول سپکاوی نه درلوده بلکه هغه د یونما څخه غوښتی دی چی یونما دافغانستان د وضعیت په درک کولو سره باید خپله بی طرفی یا بی پری والی وساتی او پر همدی ټکی باندی تاکید کړی و
هارون نجفیزاده د افغانستان مشهور خبریال په خپل توییترکی لیکلی دی :
[دملګرو ملتو] ’’سازمان چی دبیان دآزادی دتاسیس بنای یا تهادب ایښی دی، اوس دبیان آزادی په ډبره ولی .
بل افغان خبریال ضیاء شهریار ویلی دي چی یو شمیر دټولنیزو رسنیو کاروړونکی دیونما دټویټر دپاني په تړلوسره او هغه ته نه لاسرسی شکایتونه زیاتوالی موندلی دي .
دنی دفتر ددی وضعیت څخه اندیښنه لری . چی دټولنیزو رسنیو کار وړنکوپرنطریاتو باندی محدودیت لګول کیږی د داسی دفتر یا سازمان له لوری، چی د هغه کار بشری ارزښتونو ته وده ورکول دی لکه د بیان ازادی ته .
له بل پلوه هغه ادعاوی چی یوناما کړی دي اوهغه یی دراپور لاندی دنطریاتو حذف کول بللی دی، هغه دکاروړونکو له خوا د سپکاوی مساله یاده کړی ده . نی په دی اړه هم اندیښنه څرګنده کړی او په دي باور دي چی هیڅ ښاری دبل ښاری د سپکاوی حق نه لری او هم هیڅ سازمان دسپکاوی تر پلمی لاندی دنورو تبصری او نطریو دحذف کولو حق نه لری .
دنی په آند یوناما په څرګنده دبیان د آزادی نقض کړی دي او هم که چیری دټولنیزو رسنیو کار وړنکی دیونما تر را پور لاندی دسپکاوی نه ډک تبصری کړی وی دقوانینو خلاف کار یی کړی دي .
دنی دفتر ، دبیان د آزادی دارزښتونو تر سیوری لاندی دملی او نړیوال دفترونو څخه غواړی چی دبشری حقونو ارزښتونو ته په تیره بیا دبیان د آزادی ته احترام او درناوی وکړی او اجاز ورنکړی چی ددی درناوی څخه په ډډه کولو سره ددی سازمان اعتبارته زیان ورسیږی .
دبل پلوه نی، دټولو ټولنیزو رسنیو کار وړنکوڅخه غواړی ترڅو دبشری حقونو ارزښتونه په تیره بیا دبیان د آزادی، کلتوری– انسانی ارزښتونو ته احترام، خپل د کار په لومړیتوبونو کی ځای ورکړی .