دپولی پرته راپورټران په ۲۰۱۹ کال کی درسنیو دآزادی نړیوال درجه بندی خپره کړه . پدی رپوټ کی دافغانستان په باره کی ویلی دی :« دافغانستان دنامنی وضعیت (۳- ، ۱۲۱) دی چی دا ډیر داندیښنی وړ دی دملی یووالی د حکومت د هڅو سره بیا هم تیر کال ۱۶ رسنیز همکاران او خبریالان په بریدونو کی په مستقیم ډول موخی ګرځیدلی او وژل شوی دی …»
نی د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره په دی باور ده چی دپولی پرته دسازمان راپورتران ، په خپل نوی رپوټ کی یوازی د دافغانستان د خبریالانو د ژوند دواقعیتونو یوی څنډی ته انعکاس ورکړی . دنی دفتر اجراییه رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی ؛ نړیوال سازمانونه باید یو بشپړ انځور دافغانستان دسکتورونو څخه بیان کړی ، افغانستان رسنیزو کارونو په عرصه کی یو دخطرناکو هیوادونو څخه شمیرل کیږی که څه هم پدی برخه ډیر پرمختګونه شوی دی ولی د سلو زیاتو خبریالانو وینه نه کیږی چی دیاده وباسو او په هغه ویاړ، ونه کړو .
د نی دموندلو پر اساس په افغانستان کی معلوماتو ته لاسرسی په ډیر بد وضعیت کی قرار لری . او د ناامنیو ، ګواښونو او ترهګریز موخیز بریدونه دافغانستان دخبریالانو پر وړاندی یو لوی خنډ درسنیو پروړاندی دی. دبل پلوه د مالی وجوو دکمښت له کبله یو ډیر شمیر رسنی د لویدو او زوال په حالت کی دی، دی وضعیت ته په پآملرنی سره تمه کیږی هر هغه څه چی دهیواد درسنیو د سکتور په هکله ارایه کیږی یو رښتنۍ او واقعی انځور وی .
در رسنیو دآزادي نړیوال درجه بندی هر کال د۱۸۰ نړیوال هیوادونو د رسنیو دآزادی وضعیت ښيی .