دخبریالانو او رسنیو مصونیت او امنیت طرزالعمل ، تیره ورځ د ۱۳۹۵کال د وږی دوهمه ، دامنیت په ملی شورای کی تصویب ته رسید.

دنی دفتر چی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره ده ، ددولت دا کار یو مثببت ګام دبیان دازادی په بنسټ کیدو کی بولی خو تاکید کوی چی دا طرزالعمل چی نباید درسنیو استقلال او ازادی محدود کړی .

تجربه ښی قانونی اسناد خپله دستونزو حلال نه وی نو ځکه هیله کیږی چی ددی طرزالعمل تر څنګ قانونی مسولیتونه دوګړو دامنیت په ساتنه کی عمل وکړی .

عبالمجیب خلوتگر، دنی ددفتر عمومی رئیس وایی :” که څه هم ددی طرزالعمل تصویب شوی متن تر اوسه زموږ په لاس کی نه دی ، خو ددی طرزالعمل خامه په جریان کی یو ، ځکه چی یادشوی طرزالعمل د افغانستان دژورنالیستانو د فدراسیون او دافغانستان درسنیو او دجمهور ریس د امنیت دشورای په همکار ی تصویب شوی دی که چیری ددی طرزالعمل په لومړنی محتوایاتو کی تغییرات نه وی راغلی کیدای شی خبریالانو ته ګټور واقع شی خو دولت هیڅ وخت داحق نه لری ددی طرزالعمل څخه ابزاری استفاده وکړی ”

دنی دفتر وروسته ددی طزرالعمل دپرانیستو اوخپریدو دهغه په تحلیل او تفسیر باندی لاس پوری کړی .

نوموړی طرزالعمل ؛ به ددولت دندی او مسوولیتونه دخبریالانو او رسنیز بنسټونه دځانی امنیت تضمین او مشخص کړی.