په ټولنیزو رسنیو کی  دیوی ویډیو لاس په لاس ګرزول دا ښیی چی دافغانستان یو رسنیز کارکونکی د بی حالی په حالت کی دی  پدی فیلم کی په  وضاحت لیدل کیږی چی ددی سره غیر انسانی سلوک  کیږی .

کوم الفاظ چی پدی فیلم رد او بدل کیږی  داسی ښیی چی دفلم اخیستو عاملین، ددی رسنیز کارکونکی دکار او فعالیت دبد نام کیدو په لټه کی دی  .

دنی دفتر پدی  باور دی چی په  افغانستان کی  دبیان  آزادی مختلف حالتونه لری چی ستونزی رامنځ ته کوی چی ددی فلم نشر او جوړول یو ددغو ستونزو څخه دی .

نی د کشفی، استخباراتی، عدلی او قضایی څانګو څخه غواړی ترڅو قضیه لومړی کشف او بیا د قوانینو پربنسټ عدلی او قضایی څانګو ته وسپاری  چی  څرګند شی چی کوم ځواکونه دبیان دآزادی دمحدود کولو په لټه کی دی .

نوځکه نی پدی باور دی چی د رسم او دود رعایت اودینی فرضونه  دافغانستان دمسلمانانو د اصلیِ کړنو څخه شمیرل کیږی چی په هر ډول حالاتو کی باید حتما مراعات شی. چی ددی شؤوناتو رعایت او یا هم نه رعایت درسمی او غیررسمی اشخاصو ،ټولنیزو بنسټونو له خوا دناوړی ګټی اخیستنی لاندی راځی  نی داقضیه په ټینګه داړوندو ارګانونو له لوری څاری .

دیادولو وړ ده چی ابراهیم عابد؛ دهیواد یو نامتو او بریالی کمیډین دی چی دطلوع په تلویزون کی دشبکی خنده دخپرونی یو ځلانده  څیره ده .