دصدای غور درادیو داسلامي خپرونو چلونکۍ احمدخان نوید ، نن دخلکو په اعتراضاتو کی د ګولی د لګیدو له کبله  ووژل شو.

دعینی شاهدانو پر وینا ؛شنبه دغویی دمیاشتي پر ۲۰ دسهار ۹بجی یو شمیر دغور ښاریانو دډوډی

 

دناعادلانه ویش له امله چی دحګومت له لوری خلکو ته ورکول کیږی خلکودمقام ولایت پر دروازه باندی هجوم وړی دي

 

د صدای عدالت رادیو راپورتر گل احمد خسرو  چی دپیښی د شاهدانو څخه دي دنی درسنیو دڅار دفتر ته

 

وویل:” وروسته دګولی دغږ د اوریدو څخه ما خپل ځان دپيښی سیمی ته ورساوه، خلکو دولایت مقام باندی

 

هجوم وړی و، دګولیو آوازونه ډیر شول او څو تنه پرځمکه ولویدل، پولیس هڅه کوله چی خلک سره

 

خواره واره کړی، څوک  نه و چی تپیان ولیږی . “.

 

د غور والی غلام ناصر خاضع وایی چی دا خلک پرته له کوم مخکنی قانونی توافق ولری دا حرکت یی په لاره اچولی و او ددولتی ځایونو په تخریب یی لاس پوری کړی و اود پولیس خبرتیاو ته یی هیڅ پاملرنه نده کړی پر پولیس یی برید کړی ویل کیږی چی پدی منځ کی دخبریال ترڅنګ یو شمیر دغور ښاریان، شهیدان شول او خپل ځانونه یی دلاسه ورکړل او یوشمیر هم ټپیان شول.

نی ددی موضوع د ارزونی جدی غوښتونکی دي او غواړی چی ترڅو دا موضوع دکورنیوچارو وزارت د خاص هیت او دغور دامنیه قومندانی له لوری حل او دهغه پایلی درسنیزی ټولنی، نی او دافغانستان خلکو ته راپور ورکړی.