” بی پولی رپورټرانو” دنړیوال بنسټ په وروستی رپوټ کی چی داّپریل پر۲۵ نیته خپور شوی دی، افغانستان د۱۲۰ ام څخه ۱۱۸ ام ته پرمختګ کړی دی .
دا کیدای شی یو ښه خبر دافغانستان رسنیزی ټولنی ته شی . او دا ښه خبر دافغانستان د رسنیزو کارکونکوپرفعالیت باندی په دی سختو شرایطو کی یو ښه لاس ته راوړنه ده . خو بیا هم له یاده موونه وزی چی افغانستان لا تراوسه خبریالانولپاره د نړی د۱۰ خطرناکو ځایونو کی شمیرل کیږی . افغانستان تیر کال خبریالانو لپاره یو ډیر خونړی کال شمیرل کیده .
د بی پولی رپورټرانو سازمان رپوټ په داسی حال کی خپروی چی ددی رپوټ خپورولو سره یوځای دکندهار یو نامتو خبریال په شهادت رسیږی .
په روان میلادی کال کی چی لاتر اوسه څلور میاشتی تیریږی دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی ۳۱ مورده دنی په دفتر کی ثبت شوی دی.