نن چهارشنبی د لړم دمیاشتی پر ۲۰ نیټه چی کومی مظاهری دزابل ولایت د۷ تنو د سر دپری کیدو له امله دکابل په ښار کی تر سره شوی وی ، دآرایانا نیوز ژوندی نشرات دامنیتی ځواکونو له خوا پری شوی .

ددی تلویزون مسوولانو ویلی دی چی سرتیرو هغه مزی چی مستقیم نشرات یی دمظاهرو دسیمی څخه پری کړی چی ددی سبب شول چی دمظاهری لړی مختل شی .

ددی مسوولینو پر وینا وروسته له هغه چی نوی وسیله انتقال شوه دآریانا نیوز نشرات بیرته په ژوندی بڼه خپره شوه .

دبل پلوه وثیق الله عظیمی دنور دخصوصی تلویزون خبریال د مظاهراتو په لړ کی دیوی مرمی دلګیدو له امله چی دامنیتی ځواکونو له خوا تر سره شوی وه ، ټپی شو . دنور تلویزون یو تن مسوولینو د رسنیو دڅار اداره ته ویلی دی چی مرمی په یوه ډبره وخوړه او دډبرو ټوټی د هغه سر ټپی کړی دی .

دنی دفتر چی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره ده دآریانا نیوز دنشراتو پری کیدل د امنیتی ځواکونو له لوری دقانون خلاف عمل بللی دی او ددی مسالی قانونی څیړل د اړوندو بنسټونو پوری اړه لری .

همدارنګه د نی دفتر غواړی چی دهوایی ټکانو عاملین چی د مظاهراتو په جریان کی تر سره شوی وه او د هغه له امله یو شمیر دکابل ښاریان او یو خبریال هم ټپی شوی ، باید وپیژندل شی او دقانون منګلو ته وسپارل شی .

مظاهری چی د کابل ښار درزرهاو تنو په ګډون صورت موندلی و ، دکابل ددشت برچی څخه پیل شوی او دافغانستان دریاست جمهوری تر دروازی پوری دوام وکړ.

دکابل د امنیی قوماندانی یو مرستیال ، دنی سره په اړیکه کی دآرایانانیوز د نشراتود پری کولو کی لاس درلودل ،رد کړی دی .