وروسته له هغه چی حکومت درسنیو په قانون کی دتعدیل طرح یی شورای ته ولیږل  اورسنیزی ټولنی  د مخالفت سره مخ شو، یوه تخنیکی دکار ډله جوړه شوه ترڅو دطرح دتعدیل مسئله وارزوی دا دا کاری ډله باید، یا دتعدیل اوسنی  پروسه  ودروی او یاهم  دطرح  یی ارزولی وای، په دوهمه جلسه کی، دا تخنیکی کاری ډلی په اوسنی وخت کی درسنیو دقانون په نه  تعدیل رأی ورکړه.

دنی په  باور، اوسنۍ دټولنیزو رسنیو قانون ښه قانون  دی په حاضروخت کی کوم جدی اړتیا دتعدیل ته نه لیدل کیږی؛ خو دیو ښه او پرمختللی قانون په موخه اړتیا شته چی په پوره غور سره پر هغه کار وشی.

یو شمیر درسنیو او خبریالانو ملاتړ کونکی بنستونه ، جمهور رییس غنی ته دیو سرخلاصی لیک په ترځ کی پر ټولنیزو رسنیو پرقانون باندی  تعدیل  داندیښنی وړ وباله، اودهغه دتعدیل د دریدو غوښتونکی شوی و.

په هغه  طرح کی چی دحکومت له لوری  مطرح شوی اوځینی جدی موارد درسنیزو فعالیتونو دمحدودیت سبب کیده . له همدی کبله یوشمیر درسنیو ملاتړ کوونکو پریکړه وکړه چی  یو سرخلاصی لیک ترتیب او ‌جمهور رییس ته یی ولیږی ترڅو دقانون دطرحی تعدیل ودریږی .