پدی وروستیو کی دګډی کمیټی مقرره تصویب ته رسیدلی دی . نی دګډی  دګمیټی دمقرری تصویب خبریالانو ته یو ښه زیری ته ګڼی او دهغه نه هرکلی کوی دا مقرره دوشنبی ورځ د مرغومی پر ۲۱ دکابینی په غونډه کی تصویب شوه.  دګډی کمیټی مقرره ،خبریالانو ته د حق غوښتنی زمینه برابره وی په تیره بیا هغه خبریالان چی دتاوتریخوالی سره مخ کیږی تر پخوا لاهم بهتره زمینه  مساعده وی .

که څه هم دافغانستان حکومت مکلف دی ترڅو دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی قضایاوی وڅیړی؛ خو ددی مقرری په تصویب سره قضایاوی لانورهم  الزامیت پیدا کوی ترڅو هر څه ژر او په چټکتیا سره دا قضایاوی وڅیړل شی همدارنګه دا مقرره حکومت سره دهمغږګی زمینه برابروی

دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداری نی اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر ددی  مقرری په اړه وویل  : ” زما په آند هغه تعریف شوی همغږګی چی په قانون کی صراحت لری ، دادی چی دا مقرره کولای شی  چی دحکومت سره دکار دازادی  او رسنیزی ټولنی په ساتلو گی يوځای لا ښه زمبنه  برابره کړی “.

ددی مقرری پر اساس، د رسنیزو کارکونکو صنفی او مسلکی حقونوبه دحکومت په همکاری په ښه ډول  تامین شی.