د ۲۰۰۱ کال راهیسی دافغانستان د خبریالی ټولنه دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالو دډیرو سختو پیښو لکه وژنی، ټپی کیدو، نیونی ، وهل ټکول او ګواښونو شاهد و.لکه څرنګه چی وروستی مورد د۲۰۱۶ میلادی کال کی د موبی ګروپ د۷ تنو او هم په یوه بیل برید کی دننګرهار ولایت دملی تلویزون دیو خبریال وژنه او هم د یو زیات شمیر رسنیزو کارکونکو ټپی کیدل دی.

پدی وروستیو کی د جمهوری ریاست ددوهم مرستیال دهدایت پر اساس عدلی –قضایی او امنیتی قضایاو بنسټونه ، لوی څارنوالی ، ستره محکمه ، دملی امنیت عمومی ریاست او دکورنیو چارو وزارت او هم دافغانستان ژورنالیستی رسنیو بنسټونو فدارسیونونه مکلف دی چی ۶۲۵ دتاوتریخوالو قضایاو ته چی رسنیو کارکونکو او خبریالانو پر وړاندی دتیرو ۱۵ کلونو په ترځ کی پیښ شوی دی ، رسیدنه وشی .

دافغانستان د نی دفتر دازادو رسنیو ملاتړ اداره دریاست جمهوری ددوهم معاونت ددی ښه او پرځای کړنی څخه هرکلی کوی او هغه یو مهم ګام دعدالت دتامین ، ددمو کراسی دپرمختګ په موخه او هم په افغانستان کی دبیان دآزادی دبنسټیزو کیدو په اړوند بولی .

نو ځکه کښیل بنسټونو چی دقضایاو په څیړلو کی مکلف دی ترڅو خپل قانونی اووظیفوی اجراتو او مسوولیتونو په درک کولو سره او دهر ډول سیاسی، سمتی ، ګوندی، ګروهی ، ژبینیز او مذهبی ملاحظاتو پرته ، یوازی په هیواد کی دقانون دحاکمیت او دخپلواکی دساتنی مخ ته وړی او دقضایاو د عاملینو دپیژندو اوهم هغوی د قانون منګلو ته سپارل له یوی لوری به دخبریالی ټولنی او له بل طرفه د ښاریانو اندیښنی ته خاتمه ورکړی او هم به دعدالت تامین سره به په ښه وجه مرسته وکړی .