د رسیدلو را پورونو پر اساس، تیره شپه دوسله والو کسانو له لوری دشهید بسم الله عادل ایماق پرکور وسله والو کسانو له لوری برید شوی چی دهغه ورور، خوراو یو خوریی وژل شوی دي. ددی راپور پر اساس بریدکوونکو دوه تنه د کورني غړی له ځانه سره بیولی دي.
بسم الله عادل ایماق دصدای غور درادیو مسئول مدیرد فیروز کوه په ښار کی د روان کال د مرغومی پر 12 دناپیژاندو وسله والو کسانو له لوری، د ډزو په پایله وژل شوی د ي.
نی دسیمیز حکومت دامنیتی ارګانونو څخه غواړی ترڅوپه دی ولایت کی د شهید ایماق د کورنۍ د وژنۍ قضیه په ټینګه وڅیړئ او قاتلین یی وپیژني او عاملین یی دعدالت منګلو ته وسپاري. نی همدارنګه د حکومت څخه غواړی چی آیا د شهید ایماق د کورنۍ وژنه د هغه په رسنیز کار پوری اړه لری یا خیر؟
نی په دی باوردی چی دا برید درسنیزی ټولنی دسختی اندیښنی سبب شوی دی ، ویره او خلق کړي.
باید وویل شی چی امنیتی سیمیز ارګانونه د څیړنی د پیل څخه خبری کړی دي.