نی د داسی سیالیو په لاره اچول چی په هغی کی د اسلام د ستر پیامبر سپکاوی تصویرونو دسیالی په لاره اچول ، دبیان او ادیان دعقیدی او آزادی صریح سرغړونه بولی .
د بیان آزادی د بشری اصولو یو منل شوی اصل بلل کیږی خو دا اصل دیوه ارزښت په عنوان نورو ادیانو ته د احترام کولو په شرط قد اوچت کړی دی .
له بله پلوه د نړیوال بشری حقونو داعلامیی او د مدنی او سیاسی نړیوال میثاق د دوو نړیوال سندو په اساس د بیان آزادی د مدهب آزادی او حق په رسمی ډول پیژندل شوی او دواړو ته احترام یو اصل شمیرل کیږی.
د داسی یوی سیالۍ په لاړه اچول چی د ټولی نړی شل په سلو کی یو ستر جمعیت ته چی شمیر یی اووه میلیارده تنو ته رسیږی سپکاوی دی او ددوی احساساتوته زیان رسوی .
نی د آزادو رسنیو د ملاټر کوونکی په حیث په جدی ډول د ټولو نړیوالو بیسټونو په خاص ډول د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د شورا نه غوښتنه کوی چی دد اسی سیالیو مخه ونیسی
نی په دی باور دی چی د اسلام ستر پیا مبر د تاریخ په اوږدو کی د بیا ن د آزادی او دنورو باورونه ته احترام د ملاټر کوونکو له ډلی نه وو .
د داسی دسپکاوی ډک سیالیو په لاره اچول بشری حقونو ، انسانیت او بشریت ته یو لوی اهانت بلل کیږی.