نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره له یوه لوری د هغه فلم چی د جناب حضرت رسول اکرم ص او د نړی یو ملیارد مسلمانانو ته پکی سپکاوی شوی دی په کلکه غندی، دغه ناوړه عمل د نړیوالو مدنی او سیاسی میثاقونو د ۲ فقری او ۲۰ مادی سره په ټکر کی وینی او له بلی خوا نی په افغانستان کی د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره د یو تیوب او د ګوګل د ځینو پاڼو چی د افغانستان د جمهوری اسلامی دولت لخوا بند شویدی غیر قانونی بولی او غندی یی.
د افغانستان دولت غواړی په دی بهانه چی خلک هغه فلم ته چی جناب حضرت محمد ص ته پکی سپکاوی شویدی ، یوتیوب او ګوګل د ښاریانو په مخ و تړی.
دولت په خپل دغه حکم د برقی رسنی یوه څانګه چی انتر نیت دی د قانون د حکم خلاف محدوده کړیده چی د هیواد د اساسی قانون د ۳۴ مادی خلاف بلل کیژی او د دی امکان کیدای شی چی دولت د انترنیتی پاڼو فلتر نور هم ډیر کړی او له همدی لاری د ښاریانو لاس رسی انترنیتی پاڼو ته محدود او نقض کړی.
د افغانستان دولت که چیرته واقعاْ د سرور کائنات ص د سپاکاوی د فلم مخالف وی نو د یوتیوب له مسوولینو څخه باید په جدی ډول وغواړی چی د یوتیوب له پاڼی نموړی فلم لری کړی.
د نی دفتر که په هر ډول وی د انترنیتی پاڼو د بندیدو سخت مخالفت دی، د فلتر تر نامه لاندی د انترنیتی پاڼو بسته کول کولای شی د افغانستان د دولت لاس آزاد کړی تر څو د سیاسی مخالفتونو په صورت کی انتر نیتی پاڼی په آسانی سره بندی او فلتر شی.
د ځینو پاڼو بندول لکه : یوتیوب او ګوګل، نه یوازی چی د هر ډول فلمونو د بندیدو څخه مخنوی نه کوی، بلکه د هغه پر ځای د خلکو په منځ کی د اړیکو او پوهاوی پرمخ خنډونه جوړه وی. همدا اوس د اړیکو او حکومت کولو شکل په ځنو دولتی ادارو کی ګډوډ دی .