دیو شمیر زیاتو ولایتونو او مرکز څخه رپوټونه دټاکنو د پروسی څخه خبر ورکوی او سره لدی زیاتو امنیتی ستونزو سره خلک په پراخه پیمانه د رای اچونی صندوقونه ته ورغلل. د سهار له نه بجو څخه تر دغرمی تر دولسو پوری چی کوم رپوټونه خپاره شوی دی چی د غور په ولایت کی د رای ورکولو مرکزونه دپراخ حضور څخه ډک وه. خو دهغه ولایت ددولت یار په ولسوالی کی ددولت او طالبانو تر منځ جګړه دوام درلوده.
داکتر اشرف غنی احمدزی ریاست جمهوری ته نوماند د جبیبیه لیسی د رای اچونی مرکز ته تللی و اوروسته له هغه چی خپله رایه یی وکاروله خبریالانو ته وویل کمیسیون باید خپل دنده په ښه توګه تر سره کړی او ټاکنی پایلی منی.
حامد کرزی دافغانستان جمهور ریس د ورځی په لومړیو کی د استقلال لیسی ته تللی دی او خپل رای یی استعمال کړه او خبریالانو ته یی وویل دافغانستان خلک باید په لویه پیمانه په انتخاباتوکی ګډون وکړی دالومړی ځل دی چی هیواد دانتقال حالت څخه دثبات په خوا حرکت کوی.
ډاکتر عبدالله عبدالله دریاست جمهوری بل نوماند هم داستقلال لیسی ته د خپل ایتلافی ټیم د پلویانو سره ولاړ او خپله رای یی وکاروله. ډاکتر عبدالله ورسته له رای ورکولو څخه خبریالانو ته وویل د هغه لوی دښمن هغه تقلب دی چی د کمیسون دمسوولانو له خوا صورت مومی.
دنن ورځی په ټاکنو کی یو زیات شمیر معلولانو او معیوبینو ګډون کړی او د موجوده ستونزو با وجود ډلی ډلی د رای اچونی مرکزونو ته تلل او دخپل مدنی حق څخه ګټه اخیستله.
د ننګرهار په ولایت وسله وال یو درای اچونی مرکز ته ننوتی او دکلک اعتراض سره مخ شول خو ددی ولایت ۳۹۳نور درای اچونی مرکزونو څخه کوم جدی د ناامنی رپوټ مواصلت ندی کړی.
رپورټران وایی چی داستقلال لیسی د رای اچونی مرکز ډیر ښه و او خلکو د کمیسیون دکارکوونکو څخه د رضایت څرګندونه کوله.
همدارنګه د غور ولایت څخه رپوټ ورکول کیږی چی د۲۲۴ رای اچونی مرکزونو څخه یوازی ۱۹۷ مرکزونه پرانستی و.مسوولینو ژمنه کړی ده تړلی مرکزونه به هم پرانیزی.
په همدی حال کی رپوټ ورکول شوی دی چی دلوګر په ولایت کی ۶ د رای اچونی مرکزونه پرته له کوم خاص سبب څخه تړل شوی دی او مسوولانو ژمنه کړی ده چی دا مراکز به هم پرانیزی.