پدی وروستیو کی دبامیان والی طاهر زهیر په یوه  خبری غونډه کی ،دایران انټرنشنل  دیو خبریال دیو ټیټ په غبرګون کی خپل ډیر تند غبرګون ښودلی دی او ددی اظهاراتو پر وړاندی دعدلی او قضایی بنسټونو څخه دارزولو غوښتونکی شو.

هارون نجفی‌زاده د ایران‌اینترنشنل دتلویزون خبریال  په خپل ټویټر کی لیکلی وه : «جنرال قاآنی چی د سلیمانی ځای ناستی شو ، پدی وروستیوکی  بامیان او کابل ته لاړ. دسپاهی قدس سر یی په  بامیان  کی لکی یی په  یمن او تنه یی د   تهران په سړکونو کی دی.»

ښاغلی زهیر دا توییت د بامیان  خلکو ته سپکاوی بللی دی او ویلی دی «د همدی  تریبون څخه د عدلی او قضایی بنستونو او ارګانونو څخه غوښتنه کوو اوو رسماً خپل شکایت هم به لوی‌څارنوالی کی  درج کو چی له نوموړی څخه پوښتنه وکړی چی دا سر  چیرته دی.»

نی دبامیان  د والی دا غبرګون دقانون سره  په مطابقت نه ګڼی  او تاکید کوی چی که چیری کوم څوک دخبریال اویا رسنی څخه  شکایت ولری باید اد قانونی مجرای څخه هغه وڅاری.

دنی اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر وایی: « په هغه انځوریز کسټ کی چی دبامیان والی خپور کړی دی  په خواشینی سره  دښاغلی زهیر له لوری څو ځله او په تکرار سره  دایران انټرنشنل  خبریال ته دسپکاوی  شاهد یو .سره لدی چی دښاغلی والی دا خبری چی باید عدلی او قضایی څانګی دا موضوع وڅاری دقانون خلاف کار دی او موږ تمه لرو که چیری شکایت موجودوی باید قانونی مرجع ته دڅارنی په موخه ولیږدول شی .»

دخبریالانو او رسنیو پر وړاندی  دمنلو قانونی مجرای هماغه رسنیز شکایتونو او سرغړونو ته درسیدنی کمیسیون دی

د افغانستان  درسنیو دقانون پراساس یوازنی مرجع  شکایتونو ته درسیدنی هماغه رسنیز شکایتونو او تخطیو ته درسیدنی کمیسیون دی اوبل د حکومت او یا دولت تر سیوری لاندی هیڅ ارگان نه شی کولای دا شکایتونه وارزوی او دبیا ن آزادی تر فشار لاندی ونیسی او یا هغه ته سپکاوی وکړی.