د نی دفتر دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره دهرات ولایت د ولایتی شورای داستازی  پر وینا چی په  سانسور یی اقدامیا لاس پوری کړی دی په سختی سره غندی .او هغه یی داساسی قانون د ۳۴ مادی سره په مغایرت کی بولی .

دهرات ولایت ولایتی شورای استازی  حبیب الرحمن پدرام، په یوه تلویزونی بحث کی چی هلته یی ګډون کړی او ویډیویی کسټ یی هم ثبت کړی هغه یی له منځه وړی او پرته محتوای کسټ یی دآسیا تلویزون ته سپارلی دی .

د ” آسیا” سیمیزی تلویزون یو د سینیزو تلویزونو څخه چی ډیر مخاطبین هم لری چی د انتقادی اوسیاسی خپرونو په خپرولو سره دهرات په ولایت کی ځان ځانګړی ځای لری . پدی وروستیو کی دا  تلویزیون په یوه  انتقادی خپرونه کی چی  ” سیاسی میلمه ” نوم لری او ګردی میز په چوکاټ کی  ارایه کیږی ، حبیب الرحمان پدرام دولایتی  شورای غړی ته یی بلنه ورکړی  چی دهیواد ننګونی او سیاسی مسایل باندی  بحث او خبری وکړی.

نوموړی  تلویزیون په ” سیاسی میلمه ”  په خپرونه کی  چی د هغه دبحث روال دجاری سیاسی ننګونو مسایل  دی ښاغلی  پدرام  ته یی هم بلنه ورکړی و، پدی خپرونه کی دهرات دولایت یشورای پرکړنو باندی هم بحث وشو. محترم استازی وروسته له هغه چی خپرونه پای ته رسیږی کسټ اخلی او د هغه محتوای پاکوی او له منځه  وړی .

اوس د اسیا تلویزون مسوولین ادعا لری چی ددی خپرونی اعلانونه  د “ډیر ژر” تر عنوان لاندی خپاره کړی او داسیا تلویزون مخاطبانو ته  نشر کړی او لیدونکی ددی خپرونی خپریدو ته په تمه دی

دنی دفتر د هرات ولایت دچارواکو څخه غواړی چی ددی ډول  غیرقانونی چلندونو مخه ونیسی او اجازه ورنکړی چی لدی نه زیات دولتی چارواکی دبیان آزادی نقض کړی . داساسی قانون ۳۴ ماده پدی هکله صراحت لری :” هر افغان حق لری چی دقانون داحکامو مطابق ،مخکی لدی چی دولتی چارواکو ته ارایه کړی دمطالبو په طبع او نشر لاس پوری کړی  . ”