پدی وروستیو کی حبیب الرحمن حکمتیار، د گلبدین حکمتیار زوی په خپل فیس بوک پاڼه کی د افغانستان پر رسنیو باندی نیوکه او سپکاوی کړی دی.

هغه پدی لیکنه کی پرهغه رپوټونو باندی نیوکه کوی، کوم چی دقوماندان زرداد دلندن څخه کابل ته دستنیدو په هکله جوړ شوی او دافغانستان درسنیو له لاری خپاره شوی دی اودی رسنیو ته یی دمزدور خطاب کړی دی .

ښاغلی حکمتیار لیکلی دی چی د افغانستان رسنی دهغه جنایت کارانو په هکله چی لا تر اوسه ندی محکمه شوی او نه هم مجازات شوی ولی څه نه لیکی؟ او چوپتیا یی غوره کړی خو دزرداد په اړه رپوټونه جوړوی .

پدی وروستوی کی قوماندان زرداد، چی دګلبدین حکمتیار په مشری داسلامی ګوند دمشهورو قوماندانانوڅخه دی دانګلستان څخه کابل ته راستون شوی نوموړی دبشریت پر ضد او دافغانستان دبیګناه خلکو دوژنی په تور دلندن په ښار کی په یوه محکمه کی مجرم پیژندل شوی و، او ۱۸ کالو زندان محکوم شوی و.

وروسته له هغه چی قومندان زرداد کابل ته ستون شو دافغانستان دخلکو او رسنیو له خوا ترسختو نیوکو لاندی راغلی او ډیر انتقادی مطالب دنوموړی په هکله خپاره شوی دی .

دنی دفتر د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره د بیان ازادی همدارنکه هغه څه چی په قانون کی مسجل دی، د هیواد د هر وګړی حق بولی او دافغانستان حکومت څخه غواړی ترڅو دداسو کسانو مخه ونیسی چی پر رسنیو باندی تعرض کوی .

دافغانستان دملی یووالی حکومت نباید هیچاته دافغانستان پررسنیو باندی د لاس وهنی فرصت ورکړی ،.دحکمتیار څخه نیولی بیا تر تفکری پوری حق نه لری چی پر رسنیو باندی دتعرض وکړی .

دنافذه قوانینو پر اساس دافغانستان هر وګړی دا حق لری چی دلاس ته راغلی امکاناتو په درلودلو سره دتاوتریخوالی ،جنایت ،او بدچلند چی په ټولنه کی صورت مومی ، نیوکه وکړی دا نیوکه کیدای شی چی پر حکمتیاروشی یا پر زرداد .

دنی دفتر رسنیزو تخلفاتو ته درسیدنی کمیسیونڅخه غوښتنه کوی چی دا مساله وڅیړی او دافغانستان دخبریالی ټولنه دهغه دپایلو څخه اطمینان ورکړی .