کندهار ښار ته دجمهور رییس دسفر پرمهال د دوشنبه په ورځ ( دغبرګولی ۲۱/ اودجون ۱۱) یو شمیر خبریالانو خبر ورکړچی هغوی یی ۷ ساعته مخکی دجمهوررییس دبیانیی دپوښښ په موخه راغوښتی وه خو وروسته له هغه چی جمهوررییس راورسیده ، دارګ مطبوعاتی ډلی او دجمهوررییس ځانکړو ساتونکو خبریالانو او فلم اخیستونکو ته دفلم اخیستو او دجمهوریس دبیانیی ته دپوښش اجازه ورنکړه .
د قندهارسیمیز خبریالان د ارگ دا چلند دخبریالانو ټولنی ته بیاحترامی او سپکاوی بولی او دحیثیت اعادی غوشتونکی شول . د کندهار دخبریالانوداعتراض په غبرګون کی دارګ جمهوری ریاست ته ویلی دی : “د خرقه مبارک هیات د هر ډول فلم اخیستو څخه بخښنه وغوښتل “. خود قندهار خبریالان وایی مخکی لدی هیڅ ډول خنډ دخرقه مبارک د فلم اخیستو په موخه نه و .
کوم عکسونه چی دجمهوررییس د وینا او خرقۀ مبارک، داښیی چی دجمهوررییس شخصی عکس اخیستونکو ته هیڅ ممانعت وجود نه درلود، او دا مورد هر هغه څه چی دجمهوری ریاست ارگ دخرقه مبارک دامنای د اجازه نه ورکولو خبره وه په تضادکی ده .
نی په دی باور دی چی دقانون پراساس هیڅ شخص او ارګان حق نه لری دخبریالانو د انځوراخیستو خنډ وګرځی عبدالمجیب خلوتگر دنی ددفتر رییس وایی : ” هیڅ ارګان حق نه لری چی معلوماتو ته دلاسرسی مانع شی ، په هغه صورت کی چی خرقه مبارک دامنای هیات اطلاعاتو ته دلاسرسی د قانون په هکله نه پوهیده جمهوررییس او مطبوعاتیاډله یی خو پوهیدل ا و نباید به داسی غیرقانونی عمل یی لاس واهه.. ”
نی دجمهوری ریاست دارګ څخه غواړی چی پدی هکله وضاحت ورکړی اوهغه سپکاوی چی دکندهار خبریالانو ته شوی دی باید معذرت وغواړی.